مشهور فوټبال لوبغاړی ولې ټکسي ډرایور شو؟

" ماته هیڅ هم نه دي را پاتې اردوګان له ما هرڅه واخیستل" د انځور حقوق Getty Images
Image caption دی وايي :" ماته هیڅ هم نه دي را پاتې اردوګان له ما هرڅه واخیستل"

د ترکیې پخوانی وتلی فوټبال لوبغاړی هاکان شکور چې یو وخت د اروپا وتلی لوبغاړی بلل کېده، اوس په امریکا کې ټیکسي چلوي او کتابونه پلوري.

خو دی ولې جلا وطنۍ ته اړ شو او امریکا ته ولاړ ؟ ده خپله کیسه له یوې جرمنۍ ورځپاڼې ویلت ام سونتاګ سره مرکه کې کړې کړې ده.

هاکان شکور چې اوس ۴۸ کلن دی د ترکیې په فوتبال کې برید ګر لوبغاړی و خو له کله چې ده په ۲۰۰۸ کال کې له فوټباله مخ وګرځاوه، ژوند یې غیر عادي بڼه خپله کړه.

دی ادعا کوي چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوګان سره د اختلاف له امله د مرګ له ګواښ سره مخ شو ، بې بنسټه تورونه پرې پورې شول او بې پيسو شو.

هاکان دې ورځپاڼې ته ویلي : " ماته هیڅ هم نه دي را پاتې اردوګان له ما هرڅه واخیستل ، د ازادۍ حق ، د بیان ازادي او د کار کولو حق "

مایک فلېن: د فتح الله ګولن د تښتولو خبر درواغ دی

له ګولن سره د تړاو په تور ترکیې نژدې زر کسان نیولي

هاکان شکور د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۷ کال ترمنځ په ۱۱۲ لوبو کې د ترکیې لپاره ۵۱ ګولونه وهلي وو، کله چې ده په ۲۰۰۲ کال کې د فوټبال نړیوالو سیالیو پرمهال د خپل هېواد لپاره لوبه کوله، ترکیې په دې سیالیو کې دریم ځای خپل کړ.

د بلک بورن فوټبال کلب دې پخواني لوبغاړي د خپل مسلکي ژوند ډېره برخه له ګلاتاساری فوټبال کلب سره تیره کړې او تل د ترکیې په غوره لیګ فوټبال سیالیو کې مخکښ ګول وهونکی و.

هاکان په نړۍ کې تر ټولو تیز ګول وهلی، هغه د ۲۰۰۲ کال په سیالیو کې د سویلي کوریا پر وړاندې یوازې په ۱۱ ثانیه کې ګول وواهه.

له فوټبال سره له مخه ښې وروسته هاکان سیاست ته مخه کړه او په ۲۰۱۱ کال کې د ولسمشر رجب طیب اردوګان د ګوند عدالت او پرمختګ له خوا د ترکیې پارلمان کې غړی شو.

خو په ورته وخت کې ده له فتح الله ګولن سره هم نږدې اړیکي لرل. ګولن چې اوس په امریکا کې اوسېږي تورن دی چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د خونړۍ ناکامې کودتا تر لاشا لاس درلود.

له دې پیښې وروسته هاکان شکور امریکا ته ولاړ او د رپوټونو له مخې د کودتا د هڅې غندنه یې هم وکړه. خو له دې سره، سره په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې دولتي رسنیو د " د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د فراري غړي" په توګه یاد کړ.

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي و چې دی د درې ملیونه امریکايی ډالرو په کور کې اوسېږي او په پالو الټو کې یوه کافې هم لري. پالو الټو د سان فرانسسکو یوه ګران بیه سیمه ده.

هاکان شکور وايي په خندوونکې لهجه وايي :

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دی ادعا کوي چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوګان سره د اختلاف له امله د مرګ له ګواښ سره مخ شو

" زه امریکا ته راغلم، او په کالیفورنیا کې مې یوه کافې خلاصه کړه خو نا آشنا خلک هلته راتلل " هاکان شکور جرمنۍ ورځپاڼې ته مرکه کې ویلي "اوس زه د اوبر لپاره موټر چلوم او کتابونه پلورم"

د فوټبال دا لوبغاړی وايي ټول کورونه، کاروبارونه او بانکي اکاونټونه یې په ترکیه کې دي او د اردوګان له خوا ضبط شوي دي.

ښاغلی شکور د هر ډول جرم ترسره کول ردوي. دی وايي :

" هیڅوک ماته دا نه وايي چې په دې کودتا کې زما رول څه و ، ما هیڅ ناقانونه کار نه دی کړی، زه کوم خاین او یا ترهګر نه یم"