کرېکټ: افغان لوبډلې په ۱۱ منډو ايرلنډ مات کړ

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

نجيب الله ځدراڼ او سميع الله شينواري د لوبې منځ کې ښه ملګرتيا وکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن جمعه (۶ مارچ) ايرلنډ ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې په ۱۱ منډو ماته ورکړه. ايرلنډ د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې وکړې.

دغه سيالي چې د باران له امله ۱۵ اورونو ته راټيټه شوه، افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې او د ډي اېل اېس مېتود له مخې يې سيالي وګټله.

د ايرلنډ د پيل لوبغاړو ښه لوبه وکړه، پاول سټرلېنګ په ۴۱ توپونو ۶۱ او کېون اوبراين په ۱۷ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې. د دې تر څنګ ګرېت ډېنلي ۲۹ او لورکن ټکر ۲۹ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره راشد خان يو ځل بيا لوبه راکابوه کړه او په ۲۲ منډو يې د ايرلنډ درې لوبغاړي وسوځول، له دې سره نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ مجيب ځدراڼ او شاپور ځدراڼ يوه يوه وېکته واخيسته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دغه سيالي چې د باران له امله ۱۵ اورونو ته راټيټه شوه، افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې

د افغانستان لپاره د پيل دوو لوبغاړو رحمان الله ګوربز او حضرت الله ځاځي په شريکه ۵۴ منډ وکړې خو له دوی وروسته اصغر افغان او کريم جنت ژر رن اوټ شول خو د نجيب الله ځدراڼ او سميع الله شينواري ملګرتيا لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسوله.

له دې سره سميع الله شينواري په شل اوريزو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې، نوموړی څلورم افغان لوبغاړی شو چې دغه شمېر منډې پوره کوي.

نجيب الله ځدراڼ ناسوځېدلې ۴۲ منډې وکړې. پر ده سربېره سميع الله شينواري ۲۸، رحمان الله ګوربز ۲۸ او حضرت الله ځاځي ۲۳ منډې وکړې.

ټاکل شوې افغانستان له ايرلنډ سره د هند په ګرېټر نوېډا کې درې شل اوريزه لوبې ترسره کړي، چې راتلونکې سيالي يې يکشنبې د مارچ پر اتمه نېټه ده.