کرېکټ: افغانستان د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې له بنګله دېش مخکې شو

کرکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړیوالې شورا د نارینه وو کرېکټ تېسټ سیالیو لپاره د لوبډلو نړیواله درجه بندي خپره کړې، چې له مخې یې افغانستان له بنګله دیش مخکې شوی او نهم ځای یې خپل کړی دی.

د سږ کال لپاره د درجه بندۍ لړ کې چې نن (مې لومړۍ) ترسره کیږي په یوه ورځنیو لوبو کې هم افغان لوبډلې ته لسم ځای ورکړل شوی دی.

د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې اسټرالیا هند شاته کړی او لومړي حیثیت ته رسېدلې. په تازه درجه بندۍ کې له ۱۱۵ پواینټونو سره نیوزیلنډ دویم او هند له ۱۱۴ پواینټونو سره دریم ځای خپل کړی دی.

دغه راز د دې نوې درجه بندۍ له مخې په شل اووریزه سیالیو کې اسټرالیا لومړی مقام او پاکستان څلورم ځای لري.

د شل اووریزه سیالیو په تازه درجه بندۍ کې انګلستان دویم او هند لوبډلې دریم ځای موندلی دی. افغان کرېکټ لوبډله په نوي خپاره شوي لیست کې د ۲۰ اووریزو برخه کې ۱۰ ځای لري.

خو له دې سره انګلستان په یوه ورځنیو لوبو کې لومړی مقام ساتلی دی. په نړیواله درجه بندۍ کې دغه بدلونونه د ای سي سي په تازه اعلامیه کې اعلان شوي دي.

د عکس سرچینه، ICC

د عکس تشریح،

په تازه درجه بندۍ کې انګلستان دویم او هند لوبډلې دریم ځای موندلی دی.

د نړیوالې درجه بندۍ دغه ډول تازه معلومات هر کال د مې پر لومړۍ نېټه خپرېږي. په دې کې د هرې لوبډلې د تېر یوه کال فعالیت ته سل په سلو کې او له دې مخکې د دوو کلونو فعالیت ته په کتو سره د درجه بندۍ پرېکړه کېږي.