کرېکټ: یونس خان د پاکستان د توپوهنې روزونکی شو

یونس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

یونس خان په ټېسټ لوبو کې د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې مندې کړې دي

د پاکستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان یونس خان له انګلنډ سره د راتلونکو لوبو لپاره د توپوهنې یا بټېنګ روزونکی ګومارلی دی. د ده ترڅنګ د پاکستان پخوانی سپېن اچوونکی مشتاق احمد د سپېن بالنګ برخه کې روزونکی ګومارل شوی دی.‌

د پاکستان کرېکټ بورډ وایي، یونس خان او مشتاق احمد به د انګلنډ دورې پر مهال د مشر روزونکي مصبا الحق او د بالنګ روزونکي وقار یونس سره مرسته کوي.‌

ټاکل شوې ده چې پاکستانۍ لوبډله راتلونکې جولای میاشت کې د انګلنډ په دوره ولاړه شي، او هلته به ۳ تېسټ او ۳ شل اوریزې لوبې کوي.‌

خو دا لوبیزه دوره د کورونا وېروس بحران له کبله د دواړو هېوادونو د حکومتونونو اجازې ته اړتیا لري.‌

د پاکستان کرېکټ بورډ وایي،‌ د انګلنډ کرېکټ بورډ اجازه ورکړې چې د معمول برعکس د دې دورې لپاره له ټاکل شوي شمېر زیات لوبغاړي ور ولېږي، او له همدې کبله یې دا دوه کسان اضافي روزونکي ګومارلي‌ دي.‌

د یونس خان لوبیز ژوند: "د تېسټ کرېکټ یو پیاوړی توپوهونکی "

یونس خان د پاکستان د ملي لوبډلې یو تر ټولو پیاوړی توپوهونکی و،‌ او په ټېسټ لوبو کې یې د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې، څه باندې لس زره منډې کړې دي.‌

یونس خان په ۲۰۰۰ کال کې د پاکستان لپاره خپله لومړۍ ټېسټ لوبه وکړه، او تر ۲۰۱۷ کاله یې د ۱۷ کالو په اوږده موده کې د پاکستان لپاره ټولټال ۱۱۸ ټېسټ لوبې، ۲۶۵ یو ورځنۍ او ۲۵ شل اوریزې لوبې وکړې.

یونس خان همدا راز په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان د هغې ملي لوبډلې کپتان هم و چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام یې وګټلو.‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مشتاق احمد د پاکستان د سپېن بالنګ روزونکی ګومارل شوی دی

‌یونس خان په ټېسټ لوبو کې یو ځانګړی رېکارډ‌ هم لري،‌ او هغه دا چې په هغو ټولو ۱۱ هېوادونو کې یې سلیزې کړې دي چې د تېسټ لوبو کوربتوب اجازه لري.‌

په تېرو کلونو کې څو څو ځله داسې ګنګوسې وې چې ښایي نوموړی د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی وګومارل شي،‌ خو دا ګنګوسې سمې ثابتې نشوې.‌

د پاکستانۍ لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه تر ګومارل کېدو وروسته یونس خان ویلي،‌ له دې ورته بل لوی ویاړ نشته چې د خپل هېواد د خدمت فرصت ورکړل شو.‌

نوموړي ویلي، په پاکستانۍ لوبډله کې بهترینه وړتیا شته، او دی به له نورو روزونکو سره یو ځای هڅه کوي‌ چې لوبغاړي راتلونکو لوبو ته چمتو کړي.‌

یونس خان ویلي، د انګلنډ پر وېکټو د یو توپوهونکي لپاره تخنیک او ډسپلین اړین دی، او که د پاکستانیو لوبغاړو سمه روزنه وشي نو په دې لړۍ کې بریا ترلاسه کولی شي.‌