د کرېکټ شپږیزه لیګ پایلوبه

د کرېکټ شپږیزه لیګ پایلوبه

د افغانستان د کرېکټ شپږیزې سیالیو اوم پړاو اتلولي د کابل بازانو لوبډلې وګټله. په پایلوبه کې د تېر کال اتله لوبډله میس عینک له کابل بازانو سره مخ شوه خو د اتلولۍ کپ ترې کابل بازانو یوړو. د کابل بازانو لوبډل مشري سږ کال ځوان توپ وهونکي رحمان الله ګربز ته وردغاړې وه. د شپږیزې کرېکټ سیالۍ لومړۍ ورزشي سیالۍ دي چې د کورونا وبا له امله د ټولبند وروسته په افغانستان کې ترسره کېږي.