کرېکټ: افغان لوبډلې ايرلنډ په وروستۍ لوبه کې په ۳۶ منډو مات کړ

افغان کرېکټ لوبډله

د عکس سرچینه، ACB

افغان لوبډلې ايرلنډ ته د يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کې په ۳۶ منډو ماته ورکړه او دغه سېريز يې ۳ـ۰ وګاټه.

دغه لوبه چې د متحده عرب اماراتو ابوظبۍ کې کېده، پچه يې ایرلنډ وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان ملي لوبډلې ټاکلي ۵۰ اورونه ولوبول او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ایرلنډ ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د سر درې لوبغاړي یو په بل پسې او نسبتآ یو څه ژر وسوځیدل او تر ۱۱۷ منډو بیا نیمه لوبډله سوځېدلې وه.

د افغانستان له اړخه تر ټولو ډېرې (۴۸) منډې راشد خان وکړې چې ۳ شپږېزې او ۳ څلوریزې هم په کې وې.

د نوموړي تر څنګ اصغر افغان ۴۱، ګلبدين نايب ۳۶، محمد نبي ۳۲ او رحمان الله ګوربز ۲۲ منډې وکړې.

د عکس سرچینه، ACB

د ایرلنډ لخوا توپ اچونه کې کرېګ ینګ او سېمې سېنګ هر يوه ۳ - ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.

د ايرلنډ لپاره پاول سټرلېنګ د ۶ شپږيزو او ۹ څلوريزو په مټ تر ټولو ډېرې ۱۱۸ منډې وکړې.

د افغانستان په توپ اچوونه کې راشد خان څلور، مجيب ځدراڼ دوې، نوين الحق او محمد نبي يوه يوه وېکټه واخيسته.

د دې لوبلړۍ تېرې دوه لوبې افغانستان ګټلې دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه په ۱۶ منډو او دویمه په ۷ ویکټو ګټلې وه.

د کورونا وېروس د وبا له پيل راهيسې په نړيواله کچه دا د افغان لوبډلې لومړی سېريز دی. دغه لوبې د ۲۰۲۳ کال يو ورځنيو لوبو نړيوال جام غوراوي کې مهم رول لري چې له ۱۲ لوبډلو به اته غوره لوبډلې دغه جام ته مخامخ لاره پيدا کوي.