په کرېکټ کې د افغانستان ټسټ لوبو ریکارډ
- ایمل پسرلی
- بي بي سي، لندن
له زمبابوې سره به د مارچ په دویمه نېټه د افغانستان سیالي د افغان لوبغاړو لپاره د خپل تاریخ پنځمه ټسټ لوبه وي. دا به لومړی ځل وي چې افغانستان له کوم هېواد سره له یوې ډېرې ټسټ لوبې کوي. په تېرو څلورو ټسټ لوبو کې چې په درو کلونو کې وشوې ټول ټال ۱۹ افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده.
په زړه پورې دا ده چې یوازې څلور لوبغاړي (رحمت شاه، اصغر افغان، راشد خان او یامین احمدزی) داسې دي چې په دغو څلور سرو لوبو کې یې ګډون کړی دی. عمومآ په لوبډلو کې دومره ډېر بدلونونه نه تر سترګو کېږي.
افغانستان خپله لومړنۍ ټسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون په ۱۴ مه له هند سره په بنګلور کې وکړه. په هغه لوبډله کې شهزاد محمدي، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت شهیدي، اصغر افغان، افسر ځاځی، محمد نبي، راشد خان، یامین احمدزی، مجیب الرحمن او وفادار مومند ولوبېدل. هند د یوې پاڼۍ او ۲۶۲ منډو په توپیر هغه لوبه په دویمه ورځ وګټله.
په توپ اچوونکو کې یامین احمدزي د ۵۱ منډو په ورکولو درې لوبغاړي وسوځول، وفادار مومند د سلو منډو او راشد خان د ۱۵۴ منډو په ورکولو دوه دوه هندي لوبغاړي اوټ کړل. په منډه جوړونکو کې په لومړي ځل نبي ۲۴ او په دویمه پاڼۍ کې د حشمت شهیدي ناسوځېدلې ۳۶ منډې تر ټولو ډېرې وې.
د افغانستان دویمه ټسټ لوبه د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۵ مه د هند په دیرادون کې وشوه. اکرام علیخېل، وقار سلام خېل او احسان الله جنت په لومړي ځل ټسټ لوبو ته راغلل. ایرلنډ پچه وګټله او خپله یې منډو ته ملا وتړله خو په ۱۷۲ یې ټوله لوبډله وسوځېدله.
یامین احمدزي د ۴۱ منډو په ورکولو په لومړۍ پاڼۍ کې د ایرلنډ درې لوبغاړي وسوځول. محمد نبي هم د ایرلنډ درې لوبغاړي اوټ کړل. راشد او وقار سلام خېل دوه دوه ایرلنډیان له ډګره وایستل.
په ځواب کې افغان لوبغاړو ۳۱۴ منډې وکړې. رحمت شاه ۹۸ منډې وکړې، حشمت شهیدي او اصغر افغان هم پنځوسیزې وکړې. ایرلنډ په دویم ځل ۲۸۸ منډې وکړای شوې.
راشد افغان لومړنی افغان بالر شو چې په ټسټ لوبو کې په یو ځل پنځه لوبغاړي سوځوي. ده د ۸۲ منډو په بدل کې پنځه ایرلینډیان اوټ کول. یامین احمدزي په دریم پرله پسې ځل درې کسه اوټ کړل.
افغان لوبغاړو د ۱۴۷ منډو هدف د درو لوبغاړو په سوځېدا پوره کړ. رحمت شاه احسان الله جنت پنځوسېزې وکړې. رحمت شاه لومړنی افغان شو چې په ټسټ سیالیو کې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ګټي.
د افغانستان درېیمه ټسټ لوبه هم په ۲۰۱۹ کال کې وشوه. دا ځل افغان لوبغاړي د سپټمبر له پنځمې نېټې په چټاګانګ کې له بنګله دېش سره په ټسټ لوبه بوخت شول.
درې نوي افغان لوبغاړي په دې ټسټ لوبه کې په لومړي ځل ولوبېدل. ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد او ظاهر خان د راشد خان په کپتانۍ د لوبې میدان ته کوز شول.
په لومړیو دوو ټسټ لوبو کې اصغر افغان لوبډلمشر و خو په دې لوبه کې اصغر د عادي لوبغاړي په توګه لوبېده. پچه هم په لومړي ځل افغانستان وګټله او خپله یې منډو ته زړه ښه کړ.
رحمت شاه لومړنی افغان شو چې په ټسټ لوبو کې سلیزه کوي. ده په لومړنۍ پاڼۍ کې ۱۰۲ منډې وکړې. اصغر افغان په ۹۲ منډو وسوځېد. راشد خان هم پنځوسیزه وکړه.
په دغه لوبه کې د افغانستان ۳۴۲ منډې تر اوسه په ټست لوبو کې د افغانستان د یوې پاڼۍ یا اننګز تر ټولو ډېرې منډې دي. د بنګله دېش لوبډلې یوازې ۲۰۵ منډې وکړې.
راشد خان په دویم پرله پسې ځل پنځه لوبغاړي وسوځول. دا د محمد نبي وروستۍ ټست لوبه وه که څه هم په صفر سوځېدلی و خو په بالېنګ کې یې د بنګله دېش درې لوبغاړي اوټ کړل.
په دویم ځل د ابراهیم ځدراڼ او اصغر افغان پنځوسیزو او د افسر ځاځي ناسوځېدلو ۴۸ منډو بنګله دیش ته د ۳۹۸ منډو هدف وټاکه.
کپتان راشد خان د ۴۹ منډو په ورکولو شپږ لوبغاړي وسوځول، دا دریم پرله پسې ځل و چې راشد د ټسټ لوبې په یوه اننګز کې د سیالې لوبډلې پنځه یا تر پنځو ډېر لوبغاړي اوټ کوي. راشد خان په دې توګه لومړنی افغان بالر شو چې په یوه ټسټ لوبه کې تر لسو ډېر لوبغاړي سوځوي.
افغانستان د ۲۲۴ منډو په توپیر دغه سیالي وګټله او راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو. له دې بري سره افغانستان د استرالیا ریکارډ مساوي کړ چې په لومړنیو درو ټسټ لوبو کې یې دوه ګټلې وې.
د افغانستان څلورمه ټسټ لوبه د هند په لکنو کې له ویسټ انډيز سره د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې وشوه. امیر حمزه او ناصر جمال هغه دوه نوي لوبغاړي وو چې د افغانستان له لورې یې په لومړي ځل ټسټ لوبه کوله. دا ځل هم د افغان لوبډلې کپتاني راشد خان کوله.
ویسټ انډيز د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه. د جاوید احمدي ۳۹ منډې تر بل هر لوبغاړي ډېرې وې. افغان لوبډله یوازې په ۱۸۷ منډو وسوځېده. په ځواب کې ویسټ انډیز ۲۷۷ منډې وکړې. امیر حمزه په خپله لومړنۍ ټسټ لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځول. په دویم ځل افغان لوبډله یوازې په ۱۲۰ منډو وسوځېده چې ۶۲ په کې د جاوید احمدي وې. ویسټ انډیز د ۳۱ منډو هدف د یوه لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ.
له څلورو ټسټ لوبو وروسته افغانستان نیمايي ګټلې او نیمايي یې بایللې دي. رحمت شاه د ۲۹۸ منډو په جوړولو چې یوه سلیزه او دوې پنځوسیزې په کې لري، تر بل هر افغان لوبغاړي ډېرې ټسټ منډې لري. د ده د منډو اوسط ۳۷.۲۵ دی. اصغر افغان د ۳۵.۵۷ په اوسط ۲۴۹ منډې کړي چې تر رحمت شاه وروسته تر نورو وړاندې دی.
په بالرانو کې راشد خان تر ټولو بریالی افغان دی. ده د ۲۱.۰۸ په اوسط ۲۳ لوبغاړي سوځولي دي. دویم تر ټولو بریالی توپ اچوونکی یامین احمدزی دی چې لس لوبغاړي یې د ۲۱.۱۰ په اوسط اوټ کړي دي.
زمبابوې په ۱۹۹۲ کال کې خپله لومړنۍ ټسټ لوبه په هرارې کې له هند سره کړې وه. په ټسټ لوبو کې د افغانستان لومړنی سیال هم هند و. خو په دغو ۲۶ کلونو کې زمبابوې تر اوسه ۱۱۰ ټسټ لوبې کړې دي چې ۱۲ یې ګټلي ، ۷۰ یې بایللې او نورې یې مساوي ختمې کړې دي.
زمبابوې اووه ټسټ لوبې له بنګاله دېشه، درېې له پاکستانه او دوه له هنده ګټلې دي. د مارچ له دویمې نېټې له افغانستان سره د دوو ټسټ لوبو لړۍ کې به پایله څه وي؟