افغانستان د شل اوریزو کرېکټ لوبو لړۍ له زمبابوې وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFghan cricket board

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو لړۍ په دریمه او وروستې لوبه کې افغانستان د ۴۷ منډو په توپیر بریالی شو.

افغانستان د ټولو شلو اورونو له لوبې وروسته د ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۸۳ منډې وکړې او زمبابوې ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

زمبابوې لوبډلې بیا په ځوابي لوبه کې د پنځو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۳۶ وکړې او لوبه یې بایلوده.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

نجیب الله ځدراڼ د افغانستان له لوري تر ټولو ښه وځلېد، ۷۲ منډې یې وکړې او نا سوځېدلی پاتې شو.

نجیب الله ځدراڼ په نننۍ لوبه کې د شل اوریزو لوبو لړ کې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

له دې مخکې افغان لوبغاړو محمد شهزاد، محمد نبي، اصغر افغان او سمیع الله شینواري په شل اوریزو کې هر یوه زر منډې بشپړې کړې دي.

د عکس سرچینه، AFghan cricket board

په نننۍ لوبه کې اصغر افغان ۲۴، عثمان غني ۳۹، رحمت الله ګربز ۱۸ منډې وکړې.

د نننۍ لوبې په ګډون د دې لړۍ په ټولو دریو لوبو کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه.

له دې مخکې د دې لړۍ دوې سیالۍ شوې چې افغان لوبډلې دواړه ګټلې دي. د شل اوریزو سیالیو لومړنۍ لوبه د مارچ پر اوولسمه افغانستان د ۴۸ منډو په توپیر سره وګټله او دویمه لوبه کې هم افغانستان په نژدې ورته توګه د ۴۵ منډو په توپیر سره بریا خپله کړه.