د اولمپیک سیالیو کې مډال ګټونکي ورزشکاران څومره جایزه تر لاسه کوي؟
د فلیپین لوبغاړې هیدیلین دیاز، له ۶۰ زره ډالرو زیاته جایزه وګتله
د المپیک په سیالیو کې مډال ګټونکي ورزشکاران نور څه انعام تر لاسه کوي
د المپیک د مډالونو د تر لاسه کولو لپاره د ډېرو بيلا بیلې انګیزې او هیلې وي، اعتبار او افتخار، دکامیابي احساس، شهرت او ښه نوم تر لاسه کول.
ایا پوهېږئ چې یو شمېر هېوادونو د خپلو ورزشکارانو د بریا له امله هغوی ته نور څه په پام کې نیولي. دبېلګې په ډول پیسې، کور او ځینو هېوادونو ان غواګانې.؟
سره له دې چې د المپیک نړیواله کمېټه لوبغاړو ته د بریا پر مهال نغد څه نه ورکوي خو د نړۍ یو شمېر هېوادونه بیا لوبغاړي پر راز راز نعامونو او جایزو نازوي تر څو د لوبغاړو ترمنځ سیالي توده وساتي.
دلته د المپیک په سیالیو کې د توکیو جایزو ته پاملرنه کوو چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د سروزرو د مډالونو ترڅنګ له بیلا بیلو هېوادونو نور څه هم تر لاسه کړي دي.
ایراني لوبغاړو ته جایزې.
د ایران د المپیک د ملي کمېټې د پریکړې له مخې د دغه هېواد هر لوبغاړی چې د توکیو په المپیک سیالیو کې د سرو، سپینو زرو او برنزو مډالونه تر لاسه کړي په ترتیب سره ورته لس زره، پنځه زره او ۳۵۰۰ یوروو جایزه ورکول کېږي.
همدا راز د ایران د لوبو یا ورزش وزارت د توکیو په المپیکي سیالیو کې د خپلو لوبغاړو د سرو زرو مډال راوړونکي لپاره دوه ملیارده تومان ،د سپینو زرو هغه لپاره یو ملیارډ تومان او د برنزو مډال وړونکي لپاره بیا ۸۰۰ میلیونه تومان جایزه په پام کې نیولې ده.
دوه نوي کورونه
هیدیلین دیاز د المپیک په سیالیو کې د خپل هېواد لپاره د سرو زرو میډال تر لاسه کړ
د جولای پر ۲۶ فیلیپینۍ لوبغاړې هیدیلین دیاز د المپیک په سیالیو کې د دغه هېواد لپاره د سرو زرو میډال تر لاسه کړ دغې بریا یې فیلیپین کې د خوښیو غوغا جوړه کړه. هغې وکولی شوه د مېرمنو په برخه کې د ۵۵ کیلو وزن په لرلو سره بریا تر لاسه او نړیواله اتله شي.
د مېرمن دیاز دغې بریا د ورزش ور ها خوا د هغې د ژوند لورې هم بدل کړ.
هغې د ۶۰۰،۰۰۰ ډالرونغدي جایزې تر لاسه کولو سربیره د فیلیپین د ورزش کمیسیون، د هغه هېواد د ولسمشر او ځینو نورو سوداګرو لخوا دوه کورونه جایزه هم تر لاسه کړل.
په بیلا بیلو هېوادونو کې نغدي جایزې له یو بل سره د پام وړ توپیر لري.
مالیزیا چې د المپیک په سیالیو کې یې یوازې ۱۱ مډالونه تر لاسه کړي، ژمنه یې کړې چې د المپیک د سرو زرو د هر مډال په سر ۲۴۱،۰۰۰ ډالره جایزه ورکوي،د نقرې لپاره ۱۵۰،۰۰۰ او د برنزو لپاره هم ۲۴،۰۰۰ ټاکل شوې ده.
د اګسټ تر دویمې نیټې مالیزیا په دغو سیالیو کې یوازې یو مډال ترلاسه کړی
اسټرالیا بیا د جولای تر ۲۹ د المپیک ۵۰۰ مډالونه تر لاسه کړي او همدا راز دغه هېواد د توکیو د المپیک په سیالیو کې ۳۰ مډالونه تر لاسه کړي دي.
مالیزیا چې د اولمپیک په ۱۳ سیالیو کې یې یوازې ۱۱ مډالونه تر لاسه کړي، ژمنه یې کړې چې د اولمپیک د سرو زرو د هر مډال په سر ۲۴۱،۰۰۰ ډالره جایزه ورکوي
وسایط
چین او روسیه د نړۍ په کچه دې برخه کې تر نورو مخکښ دي،د دغو هېواونو مډال ګټوونکي نه یوازې دا چې نغدي جایزې تر لاسه کوي بلکې د لوړ پوړو حکومتي او سیمه ایزو چارواکو لخوا نور څه هم تر لاسه کوي، د بلګې په ډول روسیه په دې برخه کې خپلو لوبغاړو ته نوي موټر او د اوسېدنې استوګنیزې ودانې ورکوي.
غوایان یا غواګانې
خو ځینې جایزې کېدایشي ډېرې عجیبې یا حیرانوونکې هم وي.
د سوېلي افریقا کښتۍ چلوونکو، سیزوه ندلوو، ماتیو بریتین، جان اسمیت او جیمز تامسون په د ۲۰۱۲ کال کې د لندن د کښتیو د ورستۍ سیالیو په لړ کې هر یوه ته یوه یوه غوا جایزه ورکړل شوه.
نوې دندې ، لوړ معاشونه او له نظامي خدمت څخه معاف کېدل.
په زیات شمېر هېوادونو کې کله چې تاسو د المپیک په سیالیو کې مډالونه تر لاسه کوی هغه ستاسو د معاش او عاید د ډېرېدو لامل هم ګرځي.
په جنوبي کوریا کې مډال راوړونکو ته نغدي جایزه ورکول کېږي، خو تر ټولو لوړه جایزه یې بیا داده چې مډال راوړونکي یې له اتلس میاشتني جبري پوځي خدمت نه معاف کېږي.
د توکیو په المپیکي سیالیو کې تر ډېره تمه وه چې دغه معافیت دې دوه لوبغاړي سونګ جای ایم او سیووکم تر لاسه کړي خو په خواشینۍ سره چې یو هم مډال تر لاسه نه کړ.
له مادي جایزو څخه ډېر
د المپیک په سیالیو کې مډال ګټونکو ته د جایزو ورکړه کومه نوې خبره نه ده خو د ۱۹۸۰ را په دیخوا یې د نویو بدلونونو بڼه خپله کړې ده.
د بېلګې په ډول د ۲۰۱۶ کال د المپیک په سیالیو کې د سینګاپور لامبو وونکي جوزف اسکولینګ خپل امریکايي سیال مایکل فلپس ته ماتې ورکړه، د سرو زو د مډال تر لاسه کولو تر څنګ یې له سنګاپور هېواده ۷۵۰،۰۰ ډالره نغدي جایزه هم خپله کړه.
د ډېرو ورزشکارانو لپاره دغه ډول جایزې حیاتي ارزښت لري ځکه چې، په همدې برخه کې هلې ځلې او سیالۍ کوي.
د بلګې په ډول د برازیل ورزشکاران تر ډېره په المپیکي سیالیو کې پر حکومتي جایزو تکیه کوي، چې له هغې ډلې کولی شو د ربکا اندراد نوم واخلو چې د ښځو په برخه کې یې د ژیمناستیک سیالیو له لارې دوه مډالونه تر لاسه او نړۍ یې حیرانه کړه.
بریتانوۍ لوبغاړې بتاني شریور په اولمپیک سیالیو کې د ګډون په موخه اړ شوه چې له خلکو مرستې ټولې کړي.
د فبروري میاشتې کې د ګلوبل آتلت یوې څېړنیزې ډلې د ۴۸ بيلا بیلو هېوادونو له کابو ۵۰۰ غوره لوبغاړو سره مرکې وکړې او تر ډېره یې هغوی د خپل مالي وضعیت په تړاو وپوښتل چې له له ډلې یې کابو شپته سلنه هغو وویل له ناوړه مالي وضعیت سره مخ دي.
د څو هېوادونو لوبغاړي چې له ډلې یې د ډېرو مډالونو راوړنکو په ډله کې امریکا هم راځي ځینو ورزشکارانو یې د خلکو مالي ملاتړ ته لاس غځولی دی تر څو وکولی شي د توکیو المپیک سیالیو لپاره تیاری ونیسي.
د بایسکل ځغلونې په برخه کې بریتانوی اتله بتاني شریور په ۲۰۱۷ کال کې د مېرمنو د بایسکل ځغلونې د فدراسیون د بودیجې له قطعه کېدو وروسته په المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه اړ شوه چې له خلکو مرستې ټولې کړي.
په نړۍ کې د کوېډ نولس ناروغۍ د نورو کارونو تر څنګ د لوبغاړو د جایزو کارونه هم ټکني کړي او یا یې بیخي له منځه وړي دي.