کرېکټ: پاکستان سوپر ليګ کې شپږ افغان لوبغاړي اخیستل شوي
د پاکستان سوپر ليګ اووم پړاو سياليو لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکي کال جنورۍ پر ۲۷ نېټه په کراچۍ کې پيل شي شپږو لوبډلو خپل ټیمونه بشپړ کړي دي.
هرې لوبډلې کولی شوی اته پخواني لوبغاړي وساتي او پاتې نور په بېلابېلو کټګورۍ کې وپېري.
د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ يا پي اېس اېل سږنيو سياليو کې شپږ افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، نوين الحق او نور احمد لکڼوال اخيستل شوي دي.
د پاکستان د کورني کرېکټ اووم کال یا سیزن سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ، اسلام اباد یونایټډ لوبډلې رحمان الله ګوربز او کوټه ګلډيېټرز لوبډلې نوين الحق او نور احمد پېرلي دي.
په دې سياليو کې لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ جوړې شوې دي چې تر ټولو ګران بيه يې پلاټينم ده ورپسې ډايمنډ او درېيمه ګټګوري ګولډ يا سره زره ده .
د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوې وې د امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې خو سږ کال په پاکستان کې دننه پلان شوې دي.
د پاکستان په دی سوداګریزه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټيد، کوټه ګلډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.