پر افغان کريکټ لوبډلې جوړ شوى فلم لومړنۍ نندارې ته وړاندې شو

له ايرو راوتلى
Image caption په فلم کې کپتان نوروز منگل هم وينو خو اصلي ستورى يې تاج ملوک دى

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې په باب جوړ شوى مستند فلم ، اوټ اف اشيز ، يا له ايرو راوتلى ، په لومړي ځل د ليدونکو يوې ځانگړې کړۍ ته په لندن کې وښوول شو .

دغه مستند فلم چې په جوړيدا يې درو ځوانو فلم ډنکونکو درې کاله خواري گاللې ، په لومړنۍ ننداره کې له خورا تود هرکلي سره مخامخ شو .

فلم په لندن کې د افغانستان په سفارت کې نندارې ته وړاندې شو چې په لسگونو هغه ځانگړي وربلل شوي کسان ورته ناست ول چې يا ورځپاڼه ليکوونکي و ، يا د فلم کره کتونکي او يا هم د فلم جوړونکو نژدې دوستان ياديدل .

د فلم د نندارې پر وخت په لندن کې د افغانستان سفير همايون تندر هم ناست و .

اوټ اف اشيز يا له ايرو راوتلى مستند فلم په جرسي ټاپو کې د ٢٠٠٨ کال په ترڅ کې د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي له پنځم پړاو څخه وړاندې زمانه ښيي چې په څه ډول افغان ملي لوبډله په خورا بدو شرايطو کې پر لوبې پيل کوي .

مرکزي څيره

د مستند فلم مرکزي څيره د هغه وخت افغان روزونکى تاج ملوک او د هغه دوه لوبغاړي وروڼه ، هستي گل عابد او کريم صادق دي .

له ايرو راوتلى مستند فلم نندارچيان د افغان لوبډلې پر مضلوميت قانع کوي، خندوي يې او د دوى بې ساري پرمختگ ته يې گوته په غاښ کېنوي .

د دغه فلم د ډکولو لپاره د انگلستان ټميټي البون ، د کاناا ليزلي ناټاو د جرمني لوسي مارتن نژدې درې کاله د افغانستان د ملي لوبډلې هره لوبه ثبت کړې له دوى سره جرسي ، تنزانيا ، ارجنتاين او سويلي افريقا ته تللي او هر ځل افغانستان ته د ستنيدا پر وخت هم ورسره ملگري و .

ټميټي د افغانستان پر کريکټ لوبډلې کتاب هم ليکي .

دغه مستند فلم شايد د روان ميلادي کال تر پايه د بي بي سي کورني تلويزيون په پردو ښکاره شي خو تر هغې وړاندې شايد ځينو فيستيوالونو کې هم وليدل شي .

په انټرنیت کې نور ورته مطالب

بي بي سي د پردېو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.