د افغانستان په شمالي ولايتونو کې کريکټ

ميرويس اشرف
Image caption ميرويس اشرف اوس د افغانستان په ملي لوبډله کې منل شوى ستورى دى.

د کريکټ لوبه په افغانستان کې نوې ده . دا لوبه هغو زلمو په دې هيواد کې دود کړه چې په پاکستان کې يې د کډوالۍ ژوند کړى و .

شايد همدا علت وى چې د افغانستان د ملي لوبډلې ډير لوبغاړي د هغو ولايتونو دي چې د ډيورنډ کرښې ته نژدې پراته دي .

د ننگرهار او خوست په ولايتونو کې دا لوبه ډيره شوې او په ملي لوبډله کې هم د همدې ولايتونو ډير استازي ليدل شوي دي .

خو د کابل او لوگر يو شمير لوبغاړو هم په ملي لوبډله کې لوبه کړې او ځليدلي دي .

د افغانستان د زلمو په لوبډلو ( ١٥ کلن ، ١٧ کلن او ١٩ کلن ) کې بيا د ډيرو نورو ولايتونو لوبغاړي ليدل شوي دي .

دا د دې ښکارندويي کوي چې د کريکټ لوبه پراخه شوې او د ملي لوبډلې پرله پسې برياليتوبونو د ډيرو زلمو په زړونو کې له دې ورزش سره مينه پيدا کړې ده .

د کندهار ولايت د روان لمريز کال په هغو سياليو کې لومړى مقام ترلاسه کړ چې د ټول افغانستان په سطح ترسره شوې .

په هلمند ، زابل او غزني کې هم د دې لوبې مينه وال او لوبغاړي ليدل شوي دي .

خو په دې وروستيو کې د کريکټ لوبه د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ډيره توده شوې ده .

ميرويس اشرف چې د کندز د چاردرې اوسيدونکى دى اوس په ملي لوبډله کې يو له هغو لوبغاړو دى چې خورا ډير استعداد لري .

٢١ کلن ميرويس په کوټه کې د کډوالۍ په کلونو کې د کريکټ لوبه پيل کړه .

خو اوس شايد د دۀ له برکته په کندز کې د کريکټ شل نورې لوبډلې په لوبه بوختې دي او د کندز ولايت خپل منتخب ولايتي ټيم لري .

ميرويس اشرف وايي د شمال د ولايتونو په کچه د کندز لوبډله بريالۍ ده .

د ملي لوبډلې دغه تيز بالر وايي چې د افغانستان په شمال کې بدخشان ، بغلان ، بلخ او جوزجان د کريکټ منتخب ټيمونه لري .

ميرويس په لومړي ځل ملي لوبډلې ته هغه وخت لار ومونده چې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي د دريم پړاو لپاره ملي لوبډله ارجنتاين ته روانه وه .

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت ميرويس وويل :

(( د ارجنتاين د سياليو لپاره په پېښور کې د ملي لوبډلې د ټاکنې لپاره ازموينې روانې وې . زړۀ نا زړۀ ورغلم . اسدالله او خالق داد نوري د لوبډلې د ټاکلو چارې پر مخ بېولې . زۀ يې هم غوره کړم . ))

ميرويس په هغو لوبو کې وځليد خو په جنوبي افريقا کې چې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي وروستى پړاو و ميرويس اشرف په لوبډله کې ځاى پيدا نه کړ .

٢١ کلن ميرويس يې په دليل نه پوهيږي خو مايوسه شوى هم نه دى .

دۀ د تير ميلادي کال په اگست کې يو وار بيا هغه وخت ملي لوبډلې کې ځاى وموند چې ټيم هالند ته روان و .

په هالند کې ميرويس بې جوړې لوبه وکړه او په څلور ورځنۍ لوبه کې يې لومړى څلور لوبغاړي وسوځول او بيا يې منډې هم وکړې چې د افغانستان برى يې يقينى کړ .

Image caption ميرويس اشرف چې د کندز د چاردرې اوسيدونکى دى اوس په ملي لوبډله کې يو له هغو لوبغاړو دى چې خورا ډير استعداد لري .

ميرويس اشرف چې د کندز د چاردرې اوسيدونکى دى اوس په ملي لوبډله کې يو له هغو لوبغاړو دى چې خورا ډير استعداد لري .

له هغه راهيسته ميرويس په ملي لوبډله کې يو له هغو لوبغاړو دى چې ارو مرو پکې شامل وي .

ميرويس اشرف وايي د افغانستان په شمالي ولايتونو کې اوس له کريکټ لوبې سره ډيره مينه ليدل کيږي .

له ميرويس اشرف پرته په ملي لوبډله کې د شمالي ولايتونو يو بل لوبغاړى ليدل شوى دى .

د بدخشان ولايت نصرت الله نصرت په جنوبي افريقا کې له ملي لوبډلې سره لوبه وکړه .

تر دوى دواړو وړاندې خالق داد نوري او د هغه مشرى ورور الله داد نوري چې د بغلان اوسيدونکي دي ، په ملي لوبډله کې لوبيدلي دي .

خو په زلمو کې د شمالي ولايتونو گڼ شمير نور لوبغاړي شته چې د راتلونکې لپاره ترې ډيرې هيلې کيږي .

په دوى کې د سمنگان ولاين مراد چې ويکټ ساتونکى دى او د ١٩ کلنو په لوبډله کې يې برخه اخيستې ده د پام وړ لوبغاړى دى .

د جوزجان اقبال او محبوب شاه هم د ١٩ کلنو په لوبډله کې برخه اخيستې ده .

د هشمت په نامۀ د پنجشير يو لوبغاړى هم د ١٥ کلنو په لوبډله کې څو کاله وړاندې وځليد خو ويل کيږي چې هغه اوس هيواد پرايښى دى.

ميرويس اشرف وايي چې د کندز يو ١٧ کلن لوبغاړى تاج محمد شايد راتلونکى هغه ستورى وي چې په ملي لوبډله کې ځاى ومومي .

که د ميرويس اشرف خپله لوبه همداسې روانه وي په شمالي ولايتونو کې شايد د کريکټ لوبې نور ډير ستوري هم ژر وليدل شي .