پاکستان نړيوالو اتلوليو ته لوبډله اعلان کړه

شاهد اپريدى
Image caption شاهد اپريدى په دې وروستيو کې د پاکستان د شل اوريزو لوبو کپتان و

د پاکستان د کريکټ بورد د جمعې په ورځ ( د مارچ ١٢ ) د اپريل\مۍ په مياشتو کې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو لپاره پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه .

په دغه لوبډله کې چې لا يې د کپتان نوم روښانه شوى نه دى نو تر اوسه پورې شاهد اپريدى په دغه دنده گمارل شوى و .

پر شاهد اپريدي پاکستان کريکټ بورد جريمه لگولې او وايي چې په استراليا کې يې د لوبو پر وخت چال چلند ښه نه و .

د استراليا د سفر پر وخت شاهد اپريدي پر توپ خوله لگولې وه چې د کريکټ د نړيوالې شورا له قوانينو سره سم د توپ خرابولو عمل و او د هغه له امله پرې د دوو لوبو بنديز لگيدلى و . په نوې اعلان شوې لوبډله کې بل پښتون لوبغاړى تيز بالر عمر گل دى .

پخوانى کپتان

خو د تيرو نړيوالو اتلوليو اتل کپتان يونس خان، چې د مردان اوسيدونکى دى ، په نوې لوبډله کې شامل شوى نه دى

يونس خان له شل اوريزو لوبو استعفى کړې ده خو په عين حال کې پر ده هم د پاکستان د کريکټ بورډ له خوا د چا چلند له امله بنديز لگيدلى دى

پاکستان تير کال په لندن کې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو پايلوبه له سرېلنکا گټلې وه .

د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره پاکستان په نوې اعلان شوې لوبډلې کې گڼ مخکيني تجربه لرونکي لوبغاړي نه دي شامل کړي

لوبډله :

سلمان بټ ، محمد حفيظ ، خالد لطيف ، مصباح الحق، فواد عالم ، عمر اکمل ، شاهد اپريدى ، عبدالرزاق ، ياسر عرفات ، محمد اعظم ، کامران اکمل ، عمر اکمل ، محمد اصف ، محمد عامر او سعيد اجمل .

شاه زيب حسن ، محمد سميع ، رضا حسن ، نويد ياسين او سرفراز احمد د احتياطي لوبغاړو په کتار کې نومول شوي دي چې که له اصلي لوبډلې څوک ټپي شي نو له دوى څخه به څوک ورځي .

ورته مطالب