بيکام له ټپي کېدو وروسته له نړيوالو اتلوليو ووت

ډېوېډ بيکام
Image caption بيکام په 2006 کال کې هم له لومړي پړاو لوبو وروسته د نيمه پايلوبې په وروستۍ څلورمه برخه کې د پرتګال پروړاندې ټپي شو او له لوبې ووت، چې له دې سره يې لوبه وبايلله .

د انګلستان تکړه فوټبال لوبغاړی ډېوېډ بيکام له ټپې کېدو وروسته روغتون ته وړل شوی .

نوموړی له ايټالوۍ لوبډلې ميلان سره په لوبو کې ټپي شو، چې ښايي د روان 2010 کال د جنوبي افريقا په اتلوليو کې له کډون څخه بې برخې شي .

نوموړي په درو نړيوالو اتلوليو کې ګډون کړی، خو د سږکال څلورمې اتلولۍ خوب يې داسې ښايي چې په واقعيت بدل نه شي .

نوموړی د ايټاليا لوبډلې له کيفو لوبغاړي سره په مخامخ لوبه کې ټپي شو، چې لوبه د ميلان ايټالوي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده .

د دې پرځای چې بيکام ته د غوره لوبغاړو په نوملړ کې ځای ورکړل شي، نن دوشنبه فنلنډ ته د درملنې لپاره يووړل شو .

د بيکام سلاکار ډاکټر ټام کريسپ بي بي سي ته ويلي : "ښايي په درو مياشتو کې بېرته منډو ته چمتو شي، خو ښايي چې د انګلستان په ډله کې به تر دوو مياشتو ګډون ونه شي کړای ."

بل خوا د ميلان کلپ مرستيال مشر ادريانو جالياني ويلي چې بيکام به له ډلې څخه له پنځو تر شپږو مياشتو غايب شي .

جالياني زياتوي : "هغه مې وليد، چې په يوه خونه کې يې کالي ايستلي وو، خو ما ورته وويل که غواړې راتلونکی کال به له موږ سره ولوبېږې ."

Image caption 34 کلن بيکام د خپل هېواد په ګټه په 115 نړيوالو سياليو کې لوبېدلی،دی او دوه نور لوبغاړي بابي موور او پيتر شيلتن په ټول انګلستان کې ډېر مشهور لوبغاړي دي چې د مونديال په نړيوالو اتلوليو کې درې ځلې ښه ځلېدلي دي .

د ميلان يوناردو مسلکي مدير ويلي : "د بيکام له ټپونو سره موږ ټولو ټکان وخوړ . هغه يو غيرعادي لوبغاړی و، نن ماښام به د بريا خوښي د هغه د ټپي کېدو له امله نه لمانځل کېږي . "

د بيکام يوه ملګري جنازيو اباتي ويلي "بيکام داسې نه وو له پخوا، هغه مې په خپله خونه کې وليد چې کالي يې ايستلي وو خو ډېرې خبرې يې ونه کړې، چې دې کار پر موږ ټولو ناوړه اغېز وکړ ."

34 کلن بيکام د خپل هېواد په ګټه په 115 نړيوالو سياليو کې لوبېدلی،دی او دوه نور لوبغاړي بابي موور او پيتر شيلتن په ټول انګلستان کې ډېر مشهور لوبغاړي دي چې د مونديال په نړيوالو اتلوليو کې درې ځلې ښه ځلېدلي دي .

د انګلستان د ټيم روزونکي کابيللو له بيکام سره تېر ماښام تيلې فوني خبرې کړې، چې د هغه د ټپونو په اړه له هغه سره خپله خواشيني وښيي .

بيکام په 2006 کال کې هم له لومړي پړاو لوبو وروسته د نيمه پايلوبې په وروستۍ څلورمه برخه کې د پرتګال پروړاندې ټپي شو او له لوبې ووت، چې له دې سره يې لوبه وبايلله .