چمپينز ليگ : انتر ميلان چلسي مات کړ

چلسي لوبغاړي
Image caption چلسي لوبغاړي له اروپايي التلوليو ووتل

د انترميلان او چلسي ترمنځ لوبه د لوبغالي پر ځاى تر ډيره د يو روزونکي پر برخليک ډيره راڅرخيده .

جوزيو مرينيو چې پخوا د چلسي روزونکى و خو د لندن د کلب څښتن سره يې مخالفت پيدا شو له نژدې دوه نيمو کلونو وروسته په لومړي ځل له پخوانۍ لوبډلې سره مخامخ شو .

خو د دغه تکړه پرتگالي روزونکي مهارت او استعداد يو وار بيا د لوبې په ډگر وځليد .

د سايمن ايتو له خوا د لوبې په دويمه برخه کې گول د چلسي زړۀ مات کړ او د لندن کلب ته ستونزه هغه وخت لا ډيره شوه چې د دوى تکړه لوبغاړى دروگبا سور کارډ وليد .

دا هغه وخت و چې چلسي گول خوړلى و او دوو گولونو ته يې اړتيا وه چې لوبه ايله اضافي وخت ته ورسوي .

خو د لندن شتمن کلب چلسي يو گول هم ونه کړ او په دې توگه د اروپا له چمپينزليگ څخه ووتل .

د شپې په يوه بله لوبه کې د مسکو سې ايس کې اې کلب د اسپانيا سېول ته دوه يو ماتې ورکړه او اسپانيوي لوبډله يې هم له اروپايي لوبو وايستله .

تر اوسه د انگلستان ارسنل او مانچستر ، د فرانسې لېون ، او د ايټاليا انترميلان ، د جرمني ميونيخ او سي ايس کې مسکو منځلوبو يا کواټرفايناز ته رسيدلي دي .