انگلستان فوټبال ليگ : لېورپول څلور پورتسميت يو

ليورپول
Image caption ليورپول پر خپل سيال پورتسميت خورا غښتلى و

د انگلستان د فوټبال ليگ په لومړي کتار يا پريمير ليگ کې د ليورپول او پورتسميت لوبه هغومره يو اړخيزه وه چې د لوبې تر پيل وړاندې يې اټکل کيده .

ليورپول که څه هم سږ کال ښه نه دى ځليدلى او له پورتسميت څخه يې په پورتسميت کې ماتې خوړلې وه خو بيا هم د ټولو گومان همدا و چې په ښار او خپل لوبغالي کې به برلاسي وي .

د ليورپول اسپانيوى فاورد يا بريد کوونکى لوبغاړى فرناندو توريس په دوو گولونو دا خبره يقيني کړه چې پورتسميت به له دغې لوبې هيڅ ترلاسه نه کړي .

لوبه څلور يو د ليورپول په گټه تمامه شوه خو ليورپول لا هم د شلو لوبډلو په کتار کې په پنځم نمبر دى .

تير پنځه کاله

ليورپول په تيرو پنځو کلونو کې په پرله پسې توگه په لومړيو څلورو لوبډلو کې و که چيرې سږ کال دغه دريځ ترلاسه نه کوي نو د اروپا د اتلو کلبونو له اتلولۍ يا چمپينزليگ څخه به پاتې شي .

په چمپينزليگ کې نه يوازې خورا ډيرې پيسې گټلى شي بلکې د نړۍ ښه لوبغاړي هم خپلې لوبډلې ته پرې راماتولى شي .

د ليورپول خلاف د پورتسميت وضع لا پخوا خرابه وه . دوى له مالي ستونزو سره مخامخ دي او تقريبآ دا خبره يقيني ده چې له لومړي کتاره به سږ کال ايستل کيږي .

د انگلستان د فوتبال ليگ سيستم داسې جوړ شوى چې هر کال ورڅخه وروستۍ درې لوبډلې چمپينشيپ يا دويم کتار ته ايستل کيږي او له هغه ځايه لومړنۍ درې لوبډلې پرېميرشيپ ته راځي .

په پريميرشيپ کې لوبډلې خورا ډيرې پيسې ترلاسه کوي او دلته هم ښه لوبغاړي يوازې د پريميرشيپ لوبډلو ته زړه ښه کوي .

ورته مطالب