نوروز منگل : د افغانستان د کريکټ راتلونکى روښانه دى

نوروز منگل
Image caption نوروز منگل په دې باور دى چې په افغانستان کې د کريکټ لوبې خورا ډير نور ستوري شته

د افغانستان د ١٦ کلنو کريکټ لوبغاړو د لوبډلې د انتخاب يا غوراوي لپاره په ننگرهار کې له ترسره شويو ازمېښتي لوبو وروسته پنځوس لوبغاړي د دې جوگه بلل شوي چې نورو ازموينو ته وبلل شي

د افغان کريکټ چارواکي وايي چې له څه باندې دوو سوو زلميو څخه د چارشنبه ( د مارچ ١٧ ) په ورځ د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان ، د ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل او د هغه مرستيال محمد نبي عيسى خيل ازموينې واخيستې

له دغو ازمېښتي لوبو وروسته دوى پنځوس لوبغاړي غوره کړل چې لا نورو ازموينو څخه تير شي

د ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل د بي بي سي پښتو ويبپاڼې د لوبو برخې ته وويل د پنځوسو غوره شويو لوبغاړو د مړوندونو اکس رې به اوس د اسيا کريکټ شورا ته ليږي چې هغوى د دوى د دقيق عمر سپيناوى وکړي

په افغانستان کې د زيږيدا د سند نشتوالى دا خبره ستونزمنوي چې د چا دقيق عمر معلوم شي

د اسيا د کريکټ شورا له خوا د عمر معلومولو له بهيره وروسته به د ١٦ کلنو هلکانو ملي لوبډله غوره کيږي

د کبير خان نظر

د ملي لوبډلې روزونکى کبير خان وايي دغو تنکيو زلمو ته په ليدو ويلى شي چې د افغانستان د بالينگ راتلونکى خورا ښه دى

کبير خان د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته له جلال اباده په تيلې فون وويل:

(( دې زلمو ته چې گورم تيز بالينگ په افغانستان کې کمى نه لري ، ښه خبره دا ده چې ځينې يې لا کيڼ لاسي دي چې د توپ اچولو سرعت يې هم ډير ښه دى .)

د ملي لوبډلې روزونکى چې خپله هم تيز کيڼ لاسى بالر و زياتوي چې دا تنکي هلکان طبعآ بې تجربې دي او لا وخت شته چې لا ښه شي

د ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل د بي بي سي له پښتو ويبپاڼې سره په خبرو کې زياته کړه چې ډير هلکان د ننگرهار او نژدې سيمو اوسيدونکي و

نور ولايتونه

د منگل په وينا د نورو ولايتونو هلکان لږ و او علت يې شايد دا و چې ليرې واټن او يا هم د نه خبريدا له امله ځينې ورنه غلل

نوروز منگل دا هم وويل چې د لوبغاړو استعداد ته په پام سره ورته گرانه وه چې پنځوس کسيزه ډله ترې جلا کړي

دغو هلکانو تر اوسه په کلک توپ لوبه نه ده کړې او تر ډيره په تينس بال لوبيدلي دي

شايد همدا دليل وي چې تر منډه جوړونکو يې بالران ډير وځليدل

افغانستان به په ماليزيا کې د ١٦ کلنو لوبغاړو په اسيايي سياليو کې د پسرلي په مياشتو کې برخه اخلي .