بنگله ديش کې افغان گالف لوبغاړي دريم مقام وگاټه

گالف
Image caption د گالف لوبې لپاره لا په افغانستان کې ډير ميدانونه نشته

د افغانستان د المپيك ملي فدراسيون وايي چې افغان لوبغاړي حيدري د گالف په لوبو کې دريم مقام ترلاسه کړى او ورسره يې د ژيړو مډال گټلى دى

دا لومړي ځل دى چې کوم افغان لوبغاړى د ګالف په سياليو كې له کوره دباندې مډال ترلاسه کوي

د ګالف دغه لوبې د سويلي اسيا د ځينو هيوادونو ترمنځ په بنګله دېش کې وشوې

دغو سياليو ته افغانستان دوه لوبغاړي ورليږلي و

افغانستان په ټول هيواد کې د گالف يوازې يو کورټ يا ميدان لري چې د کابل په لويديځ کې د قرغې له ډنډ سره نژدې دى

دغه ميدان هم د کلونو کلونو بې پامۍ د دې وړ نه دى پراېښى چې لوبغاړي پکې سمه لوبه وکړي خو بيا هم فعاله دى

په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکوريدا راهيسته د لوبو په ډگر کې افغان لوبغاړو خورا ډير پرمختگ کړى دى

ويل کيږي چې په تيره لسيزه کې د نړيوالو لوبو په ترڅ کې افغان لوبغاړو په بيلا بيلو ډگرونو کې په سلگونو مډالونه گټلي دي

په دغو مډالونو کې په لومړي ځل په المپيک لوبو کې مډال او د کريکټ په لوبو کې نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي وياړ هم شامل دى .