چمپينز ليگ : بارسلونا منځلوبو ته ځان ورساوه

بارسلونا
Image caption د ستودتگار لوبډله ونه توانيده چې د بارسلوناجال وخوځوي

بارسلونا څلور ستودتگار صفر

بوردو دوه المپياکس يو

د اسپانيا اتله او پياوړې لوبډله بارسلونا له خورا ډيرو تکړه لوبغاړو ډکه ده

خو په دوى ټولو کې د ارجنتاين ليونيل ميسي بې جوړې دى

ميسي د کال غوره لوبغاړى بلل شوى و کومه لوبه چې يې د جرمن کلب په وړاندې وکړه له هغه دا خبره بيا هم ثابته شوه چې دغه زلمى لوبغاړى بې جوړې دى او ارجنتاين به ورڅخه په نړيوالو اتلوليو کې ډيرې هيلې لري

مسيي د ستوتگارد د گول جال دوه وارې وخوځاوه او دا خبره يې يقيني کړه چې د تير کال اتل کلب بارسلونا به بيا هم په منځلوبو يا کواټر فاينلز کې ځاى ولري

د چمپينز ليگ په يوه بله لوبه کې د فرانسې بوردو د يونان المپياکيس ته دوه يو ماتې ورکړه او په دې توگه يې د روان کال د منځلوبو لپاره د اتو کلبونو نومونه جوت کړل

په دغو اتو لوبډلو کې دوه د فرانسې ، دوه د انگلستان ، يو د ايټاليا ، يو د روسيې ، يو د جرمني او يو د اسپانيا دي .