ارسنل له بارسلونا سره په منځلوبو کې مخامخ دى

فوتبال مهال وېش
Image caption د چمپينز ليگ د منځلوبو يا کواټرفايناز مهال وېش اعلان شو

د فوتبال د چمپينزليگ يا د اروپا د اتلو کلبونو ترمنځ د اتلولۍ د منځلوبو يا کواټرفاينلز مهال وېش اعلان شو

په دغو لوبو کې تر ټولو په زړۀ پورې لوبه د انگلستان د اسرنل او د اسپانيا د بارسلونا ترمنځ ده

دغو دواړو لوبډلو د ٢٠٠٦ کال د چمپينزليگ په پايلوبه کې سيالي کړې وه

هغه مهال بارسلونا دوه يو بريالۍ شوې وه . بارلسونا تير کال هم چمپينزليگ گټلى و

د بارسلونا په لوبډله کې د ارسنل پخوانى کپتان تيري هانري لوبه کوي خو تر ټولو تکړه لوبغاړى يې د ارجنتاين لېيون ميسي دى

د ارسنل اوسنى کپتان فبريگاس يو وخت په بارسلونا کې لوبيدۀ او دا دوه کلونه کيږي چې داسې گنگوسې دي چې بارسلونا بيا د هغه د ترلاسه کولو هڅې کوي

نورې لوبې

په نورو لوبو کې د انگلستان مانچستر چې تير کال يې د چمپينزليگ پايلوبه له بارسلونا بايللې وه دا ځل په منځلوبه کې د جرمني له براين ميونيخ سره مخامخ ده

مانچستر يونايتيد په ١٩٩٩ کال کې له براين ميونيخ څخه د چمپينز ليگ پايلوبه گټلې وه

په يوه بله لوبه کې د فرانسې دوه کلبونه له يو بل سره مخامخ دي

لېيون او بوردو به له يو بل سره بخت ازمويي چې نيمه پايلوبو ته لار ومومي

د ايتاليا انتر ميلان به د روسيې له مسکو لوبډلې سره مخامخ وي .

ورته مطالب