دانگلستان په پرميرشيپ فوتبال ليگ کې مانچستر وړاندې شو

روني
Image caption روني سږ کال تر اوسه دري ديرش گولونه کړي او ښه ځليدلى دى

د يکشنبه په ورځ د مانچستر يونايتيد په لوبغالي اولډ ترفورډ باندې له پخواني سيال ليورپول سره تر لوبې وروسته د انگلستان د تير کال ليگ لوبو اتل بيا وړاندې شو .

مانچستر يونايتيد ليورپول ته دوه يو ماتې ورکړه او له يو ديرش لوبو وروسته د نهه شپېتو امتيازونو په لرلو لومړى دى .

لوبه له پيله ښه گرمه وه او ليورپول په پنځمه دقيقه کې گول وکړ .

د ليورپول ستورى او اسپانيايي فارورد فرنيندو تورېز په پنځمه دقيقه کې په سر گول وکړ او د اولډ تريفورد پنځه اويا زره نندارچيان يې غلي کړل .

خو ايله څو دقيقې وروسته د انگلستان وتلي لوبغاړي وېن روني د مانچستر يونايتيد له خوا ترلاسه کړې پينالتي په گول بدله کړه .

له روني سره بخت هم ښه ياري وکړه ځکه چې د ده لومړنۍ هڅه د ليورپول گول ساتونکي وگرځوله خو په دويمه هڅه يې توپ تر جاله ورساوه .

په دويم هاف يا برخه کې د مانچستر د جنوبي کوريا لوبغاړي پارک په سر گول وکړ او دوه يو يې خپله لوبډله مخته کړه چې تر پايه همدا نتيجه پاتې شوه.

له دې بري سره يونايتيد بيا د جدول سر ته وخوت .

د شنبه په ورځ د لندن ارسنل ويست هام ته دوه صفر ماتې ورکړې وه او لومړى شوى و خو اوس له ارسنل څخه مانچستر په دوو امتيازونو مخته دى .