ايرلنيډ شل اوريزو کريکټ نړيوالو اتلوليو ته لوبډله اعلان کړه

ايرلينډ

له افغانستان سره يو ځاى نړيوالو شل اوريزو کريکټ اتلوليو ته غوره شوى ايرلنيډ جمهوريت سر له اوسه خپله څوارلس کسيزه لوبډله اعلان کړه .

دغه لوبډله به د اپريل له لومړۍ نېټې ويسټ انډيز ته ځي چې په جميکا کې نه يوازې تمريني لوبې وکړي بلکې نړيوالو اتلوليو ته هم چمتو شي .

د ايرلنډ لوبډله تر ډيره هغه ده چې په دوبۍ کې د نړيوالو شل اوريزو لوبو د غوراوي په پايلوبه کې افغانستان ماته کړې وه .

په نويو لوبغاړو کې د دوى تيز بالر بايود رانکين بيا راستون شوى دى چې پخوا ټپي و .

رانکين د ايرلنيډ تر ټولو تجربه لرونکى تيز بالر دى چې د انگلستان په يوې کاونټۍ ، واريکشاير ، کې لوبه کوي .

دۀ د شل اوريزو او پنځوس اوريزو لوبو په نړيوالو اتلوليو کې د ايرلينډ له خوا پخوا لوبه کړې ده .

د ايرلينډ کپتان به بيا هم ويليم پورترفيلډ وي ، دغه کيڼ لاسى منډه جوړونکى د ايرلينډ يو له تکړه لوبغاړو څخه دى .

نړيوالو اتلوليو ته د خپلې لوبډلې د اعلان پر وخت ايرلينډ دا هم ويلي دي چې دوى د خپلې ملي لوبډلې لپاره مالي ملاتړ يا سپانسر هم موندلى دى .

د دوى سپانسر به ار ايس اې انشورنس وي چې پخوا يې هم د دوى مالي ملاتړ کړى دى خو اوس يې ويلي چې په نوي تړون کې به د سل زرو يورو معادل ډيرې پيسې ورکوي .