کريکټ: انګلستان بنګلدېش ته ماتې ورکړه

لس کاله کېږي چې بنګلديش د پنځه ورځنيو لوبو حق موندلی دی، خو په دې يوې لسيزې کې يې يوازې درې لوبې ګټلې دي .
Image caption لس کاله کېږي چې بنګلديش د پنځه ورځنيو لوبو حق موندلی دی، خو په دې يوې لسيزې کې يې يوازې درې لوبې ګټلې دي .

د بنګلدیش او انګلستان ترمنځ لوبې وار د مخه داسې ګڼل کېدې چې انګلستان به يې ګټي .

همداسې وشول، خو بنګلديش د پخوا په پرتله ښه سيالي وکړه .

بنګالي لوبغاړو دواړه لوبې وبايللې، خو د انګلستان لوبډله يې اړه کړه، چې د بري لپاره تر پنځمې وروستۍ ورځې انتطار وکړي.

د دوو پنځه ورځنيو لوبو دغه لړۍ په چکه ګانګ کې پيل شوه چې انګلستان په ۱۸۱ منډو هغه لوبه وګتله .

د ډاکې په لوبه کې بنګلديش په لومړي نوبت کې ۴۱۹ منډې وکړې، او تر ډېره پورې يې دا هيله پيدا کړه، چې شايد دغه لوبه مساوي کړي .

په دويم نوبت کې که څه هم د بنګلديش کپتان شکيب الحسن ۹۶ منډوې وکړې، خو خپله لوبډله يې له ماتې راونه ګرځوله .

لس کاله کېږي چې بنګلديش د پنځه ورځنيو لوبو حق موندلی دی، خو په دې يوې لسيزې کې يې يوازې درې لوبې ګټلې دي .