برازيلی د اسونو په ځغاسته کې لومړی شو

Image caption دا لومړی ځل دی چې له ۱۹۹۶ کال راپدېخوا برازيلي اس ځغلوونکي له امريکايي او اماراتي اس ځغلوونکو مخکې شو .

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ د اس ځغلولو په نړيواله سيالۍ کې برازيلي اس ځلوونکي تياګو پيريرا لومړی مقام ګټلی دی.

نوموړي په دې ځغاسته کې د (ګلوريا دي کامبياو) په نامه له اس نه په ځغاسته کې ګټه اخيستې ده .

په سيالۍ کې لومړي بريالي ته لس ميليون ډالر جايزه ټاکل شوې .

کامبياو پر ليزردز ډيزار اس، چې کيفن شيا ورباندې سپور و، مخکې شو، چې په دې سره يې د سيالۍ لومړی مقام او شپږ ميليون ډالر وګټل .

خو د علي بار په نامه اس، چې د اماراتي احمد الکتبي لخوا ځغلول کېده، درېيم مقام ګټلی دی .

په دې سيالۍ کې ټول ټال ۱۴ اسونو ګډون کړی و .

دا د جايزې له پلوه د اسونو تر ټولو ارزښتناکه لوبه وه .

دا لومړی ځل دی چې له ۱۹۹۶ کال راپدېخوا برازيلي اس ځغلوونکي له امريکايي او اماراتي اس ځغلوونکو مخکې شو .

دا په دوبۍ کې د اس ځغلولو تر ټولو ستره لوبه ده، چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ نه پکې اسونه او اس ځغلوونکي ګډون کوي .