د انگلستان فوتبال :مانچستر او چلسي تر ارسنل وړاندې شول

ارسنل لوبغاړى ناصري
Image caption ارسنل خپله ٣٢ مه لوبه يو په يو مساوي ختمه کړه

د انگلستان د فوتبال په مخکيني ليگ يا پريميرشيپ کې د ٣٨ لوبو له ډلې د يکشنبه په ورځ ٣٢ لوبې بشپړې شوې چې پکې د تير کال اتل مانچستر يونايتيد له چلسي يو امتياز او تر ارسنل څلور پوانيټه مخته شوى دى .

مانچستر د شنبه په ورځ بولتن ته څلور صفر ماتې ورکړه او چلسي په حيرانونکې توگه استن ويلا ته اووه يو شکست ورکړ .

د مانچستر او چلسي تر بريو وروسته سترگې ارسنل ته وې چې سږ کال د دوى تر ټولو نژدې سيال دى .

ارسنل له برميگهم سره په لوبه کې په وروستيو شېبو کې گول وخوړ او سيالي يې يو په يو مساوي ختمه کړه .

د پرميرشيپ په لوبو کې مساوي شوې لوبه يو امتياز لري او گټل کلب ته درې پواينټونه په برخه کوي .

اوس مانچستر دوه اويا ، چلسي يو اويا او ارسنل اته شپېته پوانيټونه لري .

د يکشنبه په يوه لوبه کې ليورپول سندرلد ته درې صفر ماتې ورکړې او په جدول کې پنځم مقام ته ورسيد .

راتلونکې اوونۍ مانچستر په خپل کور کې له چلسي سره لوبه لري .

ارسنل به له وولف سره سيالي کوي .

د يادونې وړ ده چې په انگلستان کې تر ټولو بريالي کلبونه د مانچستر يونايتيد او ليورپول دي چې دواړو اتلس اتلس واره اتلولي گټلې ده .

په دوى پسې ارسنل دى چې تر اوسه يې ديارلس ځله دغه وياړ خپل کړى دى .

ارسنل په وروستي ځل په ٢٠٠٤ کال دغه وياړ وگاټه په ورپسې دوو کلونو کې چلسي اتلولي خپله کړه خو له هغه راهيسته سر په سر درې ځله مانچستر يونايتيد د انگلستان د ليگ اتل شوى دى .