افغان کريکټ لوبډله د اسيايي هېوادونو په سياليو کې ګډون کوي

افغان کریکټ ملي لوبډله
Image caption وړاندې کله چې افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې د اسيايي شورا غړيتوب ترلاسه کړ، د لومړي ځل لپاره په ماليزيا کې د نورو اسيايي لوبډلو پر وړاندې ولوبېده .

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په کوېټ کې د اسيا د دويمې درجې هېوادونو په سياليو د ونډې اخيستو لپاره د کوېټ هوېاد ته درومي .

ټاکل شوې افغان لوبډله سبا نه بل سبا کوېټ ته ورسيږي او هلته ته به د اسيا له لسو هېوادونو سره سيالي وکړي.

دغه لوبې به لس ورځې دوام وکړي او افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه له بحرين سره وکړي.

تر دې يوه مياشت وروسته به افغان کرکټ لوبډله په لوېديځو ټاپوگانو (وېسټ انډيز) کې په نړېوالو ۲۰ اووريزو سياليو کې گډون وکړي.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکى تاج ملوک علم په کوېټ کې د دغو کېدونکو سياليو په اړه پوښتلى دى:

'' ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله به سبا نه بله ورځ کوېټ هېواد ته روانېږي او هلته د اسيا له لسو هېوادونو سره سيالي کوي، دا سيالۍ د مارچ پر ۳۱مه پيلېږي.''

ښاغلی علم وايي چې افغانستان به لومړی د مارچ پر ۳۱مه د بحرين له لوبډلې سره لوبېږي، چې له افغانستان سره په ګروپ کې متحده عربي امارات، ماليزيا ، بحرين او بوتان هېوادونه دي.

دی وايي چې په دويم ګروپ کې سعودي عربستان، هانګ کانګ، سنګاپور، نيپال او د عمان لوبډلې دي.

تاج ملوک علم وايي چې دغه سيالۍ به د راتلونکې اپرېل مياشتې تر ۹مې نېټې پورې دوام وکړي او له لومړي پړاو لوبو وروسته به دوه دوه ټيمونه نيمه پايلوبې ته وځي، او پايلوبه به هم په نهمه نېټه وشي .

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله وايي چې په دغو سياليو کې به ښه ولوبېږي او هڅه به وکړي چې دغه لوبډله په اسانۍ سره له نورو هېوادونو لوبې وګټي .

وړاندې کله چې افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې د اسيايي شورا غړيتوب ترلاسه کړ، د لومړي ځل لپاره په ماليزيا کې د نورو اسيايي لوبډلو پر وړاندې ولوبېده .

په لوبو کې افغانستان د ۱۸ اسيايي هېوادونو په لوبډلو کې شپږم مقام خپل کړی و، او په دويم ځل بيا په ۲۰۰۶ کال کې افغان لوبډلې بيا په ماليزيا کې درېيم مقام وګاټه ، چې بيا يې نړيوالو سياليو ته لاره ومونده .

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکى تاج ملوک علم وايي چې افغانستان په ۲۰۰۸ کال کې هم په دې ته ورته سياليو کې دويم مقام ګټلی و .

دا د افغانستان لپاره د اسيايي هېوادونو په سياليو کې څلورم چانس دی چې لوبېږي.

ورته مطالب