د اسيا د کريکت شورا د غوره هيوادونو اتلولۍ پيليدونکې دي

کريکټ مينه وال او لوبغاړى
Image caption په کويت کې خورا ډير افغان ملاتړي شته چې د کريکټ لوبغاړو ته د خوښۍ خبره ده .

افغانستان د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي لپاره سيالۍ د ډيرو په گومان په غوره دريځ کې پيلوي .

په دغو سياليو کې هند ، سرېلنکا ، پاکستان او بنگله دېش نشته او له دوى وروسته په اسيا کې تر ټولو پياوړې کريکټ لوبډله د افغانستان ده .

د چارشنبه له ورځې پيليدونکې دغه سيالۍ په کويت کې کيږي چې د افغان لوبغاړو لومړنۍ لوبه پکې له بحرين سره ده .

د کريکټ په لوبه کې له ٢٠٠٨ کال څخه راهيسته ډيرې کمې لوبې يا سيالۍ بې له بري پاى ته رسولي دي .

په دغه موده کې دوى د شل اوريزو نړيوالو سياليو د غوراوي پړاو وگاټۀ ، د يو ورځنيو نړيوالو اتلوليو د غوراوي لپاره يې پنځم ، څلورم او دريم پړاونه وگټل او په وروستي پړاو کې يې پنځم مقام ترلاسه کړ چې ورسره يې د يو ورځنيو رسمي نړيوالو لوبو وياړ خپل کړ .

افغانستان د څلور ورځنيو لوبو دريځ هم وموند چې پکې يې هالنډ ، کاناډا او ايرلينډ ته ماتې ورکړې او له زمبابوې سره يې سيالي مساوي کړه .

يوه نيمگړتيا

خو په دغه موده کې چې څه له افغان لوبغاړو پاتې و هغه د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي سيالۍ وې .

افغانستان په دغو سياليو کې دوه وارې نيمه پايلوبې اماراتو يا هانگ کانگ ته بايللي دي .

خو په کويت کې پيليدونکې سيالۍ دا ځلې د ډيرو په گومان بايد د افغان لوبغاړو په بري پاى ته ورسيږي .

افغانستان اوس د پخوا په پرتله ډيره تجربه لري او د کبير خان په څير بريالى روزونکى ورسره دى .

د افغان لوبغاړو لپاره به بيا هم تر ټولو سخته لوبه د متحدو عربو اماراتو او هانگ کانگ له خوا ليدل کيږي .

نورې لوبډلې

متحدو اماراتو څلور ځله دغه سيالۍ سر په سر گټلي او هانگ کانگ بيا په ٢٠٠٨ کال کې دغه وياړ ترلاسه کړى دى .

له هانگ کانگ او اماراتو پرته سينگاپور او نيپال تکړه لوبډلې ښکاري .

سينگاپور په ٢٠٠٨ کال کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه او نيپال په دې وروستيو کې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي پنځم پړاو په خپل کور کې وگاټۀ .

افغانستان به د جمعې په ورځ له متحدو اماراتو سره ، د شنبې په ورځ له ماليزيا سره او سه شنبه له بوټان سره لوبه کوي .

افغانستان په بي گروپ کې دى له هر گروپ څخه دوه لوبډلې نيمه پايلوبو ته لار مومي .