فوتبال : ارسنل او بارسلونا لوبه مساوري کړه

لوبه

د اروپا د اتلو کلبونو ترمنځ په اتلوليو يا چمپينز ليگ کې منځلوبې عمومآ د برابرو لوبډلو ترمنځ وي چې هڅه يې تر ډيره له يوۀ بله دفاع وي .

خو په لندن کې تيره شپه د ارسنل او بارسلونا لوبه د دفاع لوبه نه بلکې پر يو بل د پرله پسې بريدونو لوبه وه.

ډير ځله خو داسې ښکاريده لکه د درانۀ وزن دوه سوک وهونکي چې پر يو بل پرله پسې گوزارونه کوي .

په پيل کې بارسلونا خورا غښتلې ښکاريده.

د لوبې په لومړنيو پنځه ويشتو دقيقو کې د ارسنل کول ساتونکي المونيا چې خپله هم د اسپانيا اوسيدونکى دى د سيالۍ تر ټولو بوخت لوبغاړى و .

المونيا درې څلور يقيني گولونه وژغورل او داسې يې وښووده چې دا لوبه به ارسنل په اسانۍ نه پريږدي .

د لوبې په لومړۍ برخه يا هاف کې هيچا گول ونه کړ خو دومره چانسونه دواړو وموندل چې بايد ډير گولونه ليدل شوي واى .

دا د لوبې دويمه برخه وه چې له گولونو ډکه وه .

دويمه برخه

د دويمې برخې له پيله شل ثانيې نه وې تيرې شوې چې د بارسلونا سويډني لوبغاړي ابراهيمويچ د ارسنل د گول تر جاله توپ ورساوه .

څو دقيقې وروسته همدغه لوبغاړي بل گول هم وکړ او داسې ښکاره شوه چې بارسلونا به دا لوبه په اسانۍ گټي .

د ارسنل دوه لوبغاړي ټپيان هم شو او څه باندې شپېته زره نندارچيان يې هېښ پاتې و .

د لوبې وروستۍ پنځه ويشت دقيقې وې چې د ارسنل انگليس لوبغاړى والکاټ لوبې ته راغى .

د والکاټ چټکې منډې د بارسلونا دفاع ماته کړه او د دۀ شارټ د بارسلونا جال وخوځاوه .

نندارچيان او ارسنل بيا ژوندى ښکاره شو.

په پنځه اتيايمه دقيقه کې ارسنل پيناتي هڅه ترلاسه کړه چې کپتان فبريگاس په گول بدله کړه او لوبه يې دوه دوه مساوي ختمه کړه .

راتلونکې اوونۍ به همدا دواړه لوبډلې په بارسلونا کې د دې منځلوبې د لړۍ دويمه کړۍ ترسره کوي .

هلته که لوبه بې گوله مساوي شوه بارسلونا به په لندن کې د کړيو دوو گولونو په برکت نيمه پايلوبو ته رسيږي.

د تيرې شپې په يوه بله منځلوبه کې د ايتاليا انتر ميلان د روسيې سي ايس کې مسکو ته يو صفر ماتې ورکړه .

ورته مطالب