په خوست کې د کرېکټ اوږدې سيالۍ پاى ته ورسيدې

کريکټ
Image caption په خوست کې کريکټ خورا ډير غويدلى دى

په خوست کې د کريکټ هغه سيالۍ پاى ته ورسيدې چې نژدې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوې وې.

دا مهال په خوست کې د لوبغالي د جوړولو چارې روانې دي نو له همدې امله لوبې د خوست ښار لويديځ ته د پروژې په باغ کې ترسره کيدلې.

محمدشاه فضليار چې په خوست کې د کرېکټ جريان له نژدې څاري وويل چې د دې ولايت له نژدې او لېرې پرتو سيمو څخه زرګونه کسان د لوبې نندارې ته راتلل.

په خوست کې د المپيک آمر عزيز ملنګ د لوبو په ميدان کې راته وويل، چې د کريکټ دغه سيالۍ په ښه شان پاى ته ورسېدې .

په پنځو څلوېښتو لوبډلو کې د خوست مرکز اړوند د مجاهد لوبډلې اتلوالي وګټله او حبيب د دغو سياليو غوره لوبغاړى وبلل شو.

حبيب په يوه اوور کې پنځه شپږيزې او يوه څلوريزه ووهله او د نندارچيانو له لورې په نقدي جايزو هم ونازول شو.

خوست کې کريکټ

عزيز ملنګ وايي، چې کرېکټ په خوست کې د پام وړ پرمختګ کړى او لړۍ يې لېرې پرتو سيمو ته هم غځيدلې ده .

دى وايي چې اوسمهال د ځاځي ميدان سرحدي ولسوالۍ په ګډون په نورو لېرې پرتو ولسواليو کې هم د کرېکټ سيالۍ روانې دي.

د ده په خبره له هرې ولسوالۍ څخه غوره ډله په ګوته او څو مياشتې وروسته به يو ځل بيا د ولايت په کچه سياليو کې ګډون وکړي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د کرېکټ لوبې د هيواد په لر او بر کې پراختيا موندلې خو زيات زور يې هغه وخت واخېست چې د کريکټ ملي لوبډلې په بهرنيو هېوادونو کې په پرلپسې ډول اتلوالۍ وګټلې .

د افغانستان په ملي لوبډله کې د خوست دوه لوبغاړي برخه لري چې يو يې کپتان نوروز منگل او بل يې د پيل لوبغاړى نور علي ځدراڼ دى .

ورته مطالب