د افغان کريکټ لوبډلې برخليک په سه شنبه معلوميږي

افغان لوبډله
Image caption افغان لوبډله به په بې صبرۍ د سه شنبه د ورځې د لوبې پايلې ته گوري

د سه شنبه په ورځ ( د اپريل شپږمه ) په کويت کې د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي يوه لوبه د افغانستان د ملي لوبډلې برخليک ټاکونکې ده .

حيرانونکې خبره دا ده چې په دغه برخليک ټاکوونکې لوبه کې خپل افغان لوبغاړي برخه نه لري بلکې ماليزيا له متحدو عربو اماراتو سره پکې لوبه کوي .

که دغه لوبه ماليزيا وگټله نوپه بي گروپ کې به افغانستان ، متحد عرب امارات او ماليزيا درې واړه څلور څلور پواينټونه ولري .

د ماليزيا د منډو اوسط تر هغه وروسته خورا ښه شوى دى چې بوټان ته يې لويه ماتې ورکړه .

د ماليزيا د منډو اوسط که څه هم لا تر اوسه له افغانستانه لږ کم دى خو که يې اماراتو ته ماتې ورکړه په هغه صورت کې يې د منډو اوسط تر افغانستان لوړيدلاى شي .

د اماراتو د منډو اوسط واردمخه خورا ډير لوړ دى په هغوى به شکست کومه اغيزه ونه کړي .

د ماليزيا په بري شايد امارات او ماليزيا له بي گروپ څخه نيمه پايلوبو يا سيمي فاينلز ته ووځي .

که داسې وشول نو له ٢٠٠٤ کال څخه راهيسته به دا لومړى ځل وي چې افغانستان د اسيا د کريکټ شورا غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په سياليو کې تر نيمه پايلوبو وړاندې له لوبو وځي .

ورته مطالب