هندي پوليسو د شعيب ملک پاسپورت اخيستی چې بهر ونه وځي

شعیب ملک او ثانیه میرزا
Image caption ټاکل شوې وه، چې د روانې اپرېل پر ۱۵مه شعیب ملک له ثانیه میرزا سره واده وکړي.

هندي پوليسو د پاکستاني کريکېټر شعيب ملک پاسپورټ اخيستى چې له دغه هېواد نه ونه وځي .

ټاکل شوې چې د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه شعيب ملک د هند د ټېنېس له وتلې لوبغاړې ثانيه ميرزا سره واده وکړي .

پوليسو د ثانيې ميرزا په کورکې له ښاغلي ملک نه د هغوو تورونو په اړه پوښتنې گروېږنې کړې چې گواکې ده له وړاندې له يوې بلې هندۍ سره واده کړى دى .

پوليس چارواکي وايي دوى له هغه وروسته له نوموړي نه مقدماتي پوښتنې گرويږنې وکړي چې د عايشي صديقې په نامه يوې هندۍ ادعا وکړه چې ښاغلي ملک ورسره په ٢٠٠٢ دويم کال کې واده کړى دى .

شعيب ملک وايي له ده سره دوکه شوې او دا چې د صديقي کورنۍ د واده د نکاح کوم لري هغه جعلي او دروغ دى .

هندي پوليس وايي په دې اړه به د عايشې صديقې نه پوښتنې گرويږنې کېږي .

Image caption ښاغلي ملک تېره ورځ رسنيو ته له ثانيي سره د خپل واده د نکاح پاڼه وښووله او وويل چې دواده لپاره يې چمتوالى روان دى .

د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې لوبغاړى او پخوانى کپټان شعيب ملک وړمه شپه (د يکشنبې شپه د مارچ دريمه) له دوبۍ نه مخامخ د هند حيدر اباد ښار ته د ثانيې ميرزا کور ته ولاړ .

هندي رسنيو په هغه شپه د ده او ثانيه تصويرونه ښوول چې په ټيليفون کې غږېدل .

ښاغلي ملک تېره ورځ رسنيو ته له ثانيې سره د خپل واده د نکاح پاڼه وښووله او وويل چې د واده لپاره يې چمتووالى روان دى .

اخوا د عايشې صديقي کورنۍ د ښاغلي ملک خلاف قانوني عريضه کړې او په دې اړه هلې ځلې پيل کړي دي .

ورته مطالب