کريکټ : افغانستان نيمه پايلوبو ته ورسيد

کريکټ

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله په کويت کې د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي نيمه پايلوبو ته ورسيده .

افغان لوبډلې نن کرۍ ورځ د اماراتو او ماليزيا لوبې ته سترگې نيولې وې او کتل يې چې د هغوى د منډو اوسط خو به تر دوى نه لوړيږي .

د اماراتو لوبډله چې يوازې په ١٥٢ منډو وسوځيده له دې سره د افغانستان د منډو اوسط لوړ شو .

دا خبر د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په کويت کې د افغانستان د کريکټ اداري مسوول بشير ستانکزي وکړه .

د اماراتو او ماليزيا د لوبې تر پيل وړاندې د متحدو عربو اماراتو د منډو اوسط تر افغانستان ډير لوړ و .

د ماليزيا د منډو اوسط بيا تر افغانستان لږ کم و .

داسې ويره وه چې که دواړه ښې منډې وکړي او ماليزيا په پاى کې گټونکې وي نو افغانستان به وسوځيږي.

خو د اماراتو پياوړې لوبډله د ماليزيا په وړاندې يوازې په ١٥٢ منډو وسوځيده چې ورسره يې د منډو اوسط تر افغانستان کښته شو .

اوس که ماليزيا اماراتو ته ماتې ورکړي نو افغانستان به د بي گروپ گټونکى وي او که چيرې اماراتو دغه لوبه وگټله نو بيا به افغانستان په بي گروپ کې په دويم نمبر وي .

د افغانستان لپاره بل ښه خبر نن دا و چې وتلى لوبغاړى او مرستيال کپتان محمد نبي عيسى خيل هم اوس له کابله د کويت په لور خوځيدلى دى.

نبي ويزه نه وه ترلاسه کړې خو اوس يې ويزه موندلې او په نيمه پايلوبو کې به لوبه وکړي .

ورته مطالب