فوتبال: بارسلونا او انتر ميلان نيمه پايلوبو ته ورسيدل

ميسي
Image caption ميسي د کال غوره لوبغاړى بلل شوى دى او له ارسنل سره په لوبه کې يې ثابته کړه چې ولې .

د ٢٠١٠ کال د اروپا د اتلو فوتبال کلبونو د اتلولۍ يا چمپينزليگ په دوو منځلوبو کې د اسپانيا بارسلونا او د ايتاليا اينتر ميلان بريالي شول او نيمه پايلوبو يا سيمي فاينلز ته ورسيدل .

د تير کال اتل کلب بارسلونا د لندن ارسنل ته څلور يو ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ يې ورڅخه شپږ درې وگټله .

ارسنل د لوبې په اتلسمه دقيقه کې د ډنمارکي فارورډ بينتنار له خوا په گول کولو د بري هيله وموندله.

خو د لوبې اتل د روان کال د نړۍ تر ټولو ښه لوبغاړي ليون ميسي دا لوبه په بل مخ واړوله .

د ارجنتاين دغه لوبغاړى چې اوس ورته د مرډونا خطاب هم ځينې کوي داسې لوبه وکړه چې د بارسلونا په نو کمپ لوبغالي کې يې نوي زره نندارچيان هېښ کړل .

دا لوبه د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې د تلويزيون په پرده هم ښوول کيده .

د فوتبال مينه والو وليدل چې ميسي د لوبې په ٢١ ، ٣٧ ، ٤٢ او ٨٨ مه دقيقه کې د ارسنل د گول جال وخوځاوه او څلور گولونه يې وکړل .

ميسي د ارسنل د دفاع کرښه داسې پرله پسې ماتوله لکه د خړ سيلاب په وړاندې د شگو ډيرى .

ميسي په خپلو نڅاگرو پښو لوبغاړي ونڅول او گولونه يې يو تر بله ښکلي و .

بله لوبه

په يوه بله لوبه کې د ايتاليا اينترميلان د روسيې سي ايس کې مسکو ته بيا هم يو صفر ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ يې دوه صفر ورڅخه وگټله .

ميلان په لومړۍ لوبه کې هم همدې سيال ته په خپل کور يو صفر ماتې ورکړې وه

اوس به په نيمه پايلوبو کې بارسلونا له اينترميلان سره بخت ازمويي .

پاتې دوه منځلوبې به د چارشنبه په شپه کيږي چې په هغو کې د فرانسې دوه لوبډلې يو بل ته مخامخې دي او په بله لوبه کې د جرمني ميونيخ د انگلستان له مانچستريونايتيد سره سيالي کوي ږ

ورته مطالب