کريکټ: هانگ کانگ مات افغانستان پايلوبې ته ورسيد

نوروز منگل
Image caption کپتان نوروز منگل به هڅه کوي چې د جمعې په ورځ د يوې بلې سيالۍ اتلولي خپله او کپ پورته کړي

د هانگ ٢٠٥ منډې د افغانستان په څير پياوړې لوبډلې ته ډيرې نه وې خو هانگ کانگ او افغانستان دواړه خبر و چې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ لوبې هغومره هم اسانې نه وي چې ظاهرآ ښکاري .

افغانستان له هانگ کانگ سره دوه وارې نيمه پايلوبه بايللې ده او په دواړو هغو تيرو وارونو کې افغانستان تر يوسلو شپېتو منډو کمو ته اړتيا لرله او پوره يې نه کړې .

نن د افغانستان ٣٨ منډې وې چې کريم صادق يو وار بيا په کمو منډو وسوځيد .

نور علي ځدراڼ تيزه لوبه وکړه په ٢٧ بالونو يې ٢٨ مندې درلودې له هغه وروسته شهزاد هم تيزي وښوده او ٣٥ مندې يې وکړې .

د دوى دواړو له سوځيدا سره نوروز منگل هم په يوې منډې وسوځيد .

افغانستان څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي و او داسې ويره وه چې پخوانۍ لوبې به تکراريږي .

خو اصغر ستانکزي او ريس احمدزي په ورو خو پر ځاى لوبې سيالي د افغانستان په گټه کړه .

ريس احمدزي ٣٨ منډې وکړې خو اصغر تر پايه پاتې شو .

د اصغر ملگرتيا ته نبي راغى چې د ورځې په پيل کې يې د هانگ کانگ درې لوبغاړي سوځولي و او تازه ښکاريد .

نبي په ٣٢توپونو ٣٥ منډې وکړې او لوبه يې په اسانۍ وگټله .

Image caption اصفر ستانکزي په روانو سياليو کې ښه لوبه کړې ده په لومړۍ لوبه کې يې ١٥١ منډې کړې او او نن بيا هم وځليد

اصغر ستانکزى په ٥٥ ناسوځيدلو منډو دا خبره يقيني کړه چې پايلوبه به دوى کوي .

داسې ښکاري چې په پايلوبه کې به افغانستان له نيپال سره مخامخ وي چې تر اوسه په روانو سياليو کې چا نه دى مات کړى .

دهانگ کانگ منډې

د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په نيمه پايلوبه کې هانگ کانگ له افغانستان سره لومړى منډې وکړې.

د افغانستان محمد نبي کويت ته په رسيدا وار د واره په لوبډله کې شامل شو .

په ملي لوبډله کې بل بدلون د دولت احمدزي پر ځاى د ميرويس اشرف راتگ و .

دغه دواړه بدلونونه تر اوسه مثبت ثابت شوي دي ځکه چې دغو دواړو لوبغاړو څلور کسه وسوځول .

د هانگ کانگ حسين بټ په ٦٣ منډو تر ټولو ډير وځليد.

خو د افغانستان په بالرانو کې ميروس اشرف په اتو اوورونو کې يوازې ۱۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوځول .

حميد حسن بيا هم تر ټولو وړاندې و او د هانگ کانگ منډۀ جوړونکي ورته ونه دريدلى شواى .

د افغانستان او هانگ کانگ ترمنځ د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په سياليو کې دوه وارې هانگ کانگ افغانستان ته له هغه وروسته ماتې ورکړې ده چې لومړى افغانانو بالينگ کاوه .

په ٢٠٠٦ کال کې افغانستان ١٥٧ منډې او دې ته ورته په ٢٠٠٨ کال کې هم افغانانو لږې منډې ترلاسه نه کړاى شوې .

خو د هغه وخت او اوس افغان لوبډله ډير توپير لري .

افغانستان اوس تجربه لرونکي لوبغاړي لري او د کبير خان په شته والي کې داسې روزونکى ورسره دى چې د دوى احساسات کابو کولى شي .

که چيرې افغان منډه جوړوونکي د ٢٠٠٦ منډو هدف ترلاسه کړي، دا به يې لومړى ځل وي چې د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي پايلوبې ته رسيږي .

ورته مطالب