پر پاکستاني کريکټ لوبغاړو د جريمې ليرې کولو دعوه پيل شوه

عمر اکمل

د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې دوو لوبغاړو کامران اکمل او عمر اکمل چې وروڼه هم دي ، پر دوى د لگول شوې جريمې د لېرې کولو په خاطردعوه پيل کړې ده .

د پاکستان د کريکټ بورډ کامران او عمر څه موده وړاندې اسټرليا ته د يوه سفر په ترڅ کې په لوبډله کې د بي نظمۍ له امله په ديرشو او شلو لکو روپيو جريمه کړل .

اوس دغو دواړو وروڼو ويلي چې دوى دومره پېسې نلري او د دغې جريمې د لېرې کولو لپاره يې قانوني هلي ځلي پيل کړي دي .

د پاکستان د کريکټ بورډ حقوقي سلاکار طفازول رضوي د هغوى د عريضي کولو خبره تايد کړه .

له دوى پرته رانا نويدالحسن چې د پاکستان د لوبډلې پياوړى توپ اچونکى دي،هم د پاکستان د کريکټ بورډ له لورې پرهغه د لگول شوې جريمې په وړاندې قانوني هلي ځلي پيل کړي دي .

د دغه هېواد د کريکټ بورډ څه باندې يوه مياشتې وړاندې کله چې پاکستاني لوبغاړي له اسټرليا راغلل پر هغوى دغه جرمونه ولگول .

په دغه ترڅ کې آن د دغه هېواد يوه پخواني کپټان محمديوسف هم له دندې استعفا ورکړه او پر بل هغه يونس خان يې بيا د لوبو د کولو بنديز ولگيد.

دغه ټول کارونه په دې خاطر وشول چې څه موده وړاندې پاکستانۍ لوبډلې اسټراليا ته د سفر په ترڅ کې د کوربه هېواد په وړاندې څو وارې پرلپسې ماتې وخوړه.