فوتبال : د ارسنل د بري هيلې لوى گوزار وخوړ

ارسنل
Image caption د ارسنل او تاتنهم لوبه د وان پرسي د راستنيدا لوبه شوه

د ارسنل او تاتنهم ترمنځ سيالي خورا پخوانۍ او ژوره ده .

د تيرې شپې ( چارشنبه ) لوبې ته دواړه غاړې له ډيره وخته په تمه وې .

دا انتظار يوازې د زړې سيالۍ په لار کې د برلاسي په هيله نه وه بلکې په ليگ کې هم د دواړو کلبونو لپاره برى مهم و .

تاتنهم غواړي چې په ليگ کې څلورم مقام خپل کړي چې ورسره به راتلونکى کال د اروپا د اتلو کلبونو په اتلولۍ يا چمپينز ليگ کې د لوبې حق ومومي.

ارسنل بيا سږ کال د انگلستان د فوتبال ليگ د لومړي کتار يا پريميرشيپ د گټلو هيله له لاسه نه ده ورکړې .

لوبه خورا تيزه پيل شوه . د تاتنهم اتلس کلن لوبغاړي روز په لسمه دقيقه کې له ديرش متره ليري خورا تيز شارټ وواهه چې د ارسنل د گول جال يې وخوځاوه .

له دې وړاندې او وروسته ارسنل ډير چانسونه لرل خو د دوى شپږ مهم لوبغاړي ټپيان و او ښکاريدل چې لوبه يې ټکنۍ ده او هغسې روانه نه ده چې عمومآ يې له ارسنل څخه وينو .

د لوبې په دويم هاف يا برخه کې تاتنهم دويم گول وکړ چې ورسره يې د بري هيله ډيره شوه .

بريدونه

ارسنل لا هم بريدونه کول او يو وخت يې په سلو کې اتيا توپ په پښه کې و خو د گول چانسونه يې کم ول .

د ارسنل له ټپي شويو لوبغاړو راستون شوى وان پرسي د لوبې په وروستيو شلو دقيقو کې راښکاره شو .

دۀ وروسته له شپږو مياشتو لوبه کوله خو داسې ښکاره شو لکه پرون چې يې لوبه پرايښې وه .

د وان پرسي ښکلې لوبې د ارسنل گول ممکن کړ چې بنتنار وکړ .

خو د تاتنهم برايزلي گول ساتونکي پرله پسې دفاع وکړه او پرېنښودل چې ارسنل لوبه مساوي يا وگټي .

دا په تيرو لسو کلونو کې لومړى ځل و چې تاتنهم په ليگ لوبه کې ارسنل ته ماتې ورکړه .

له دې ماتې سره ارسنل لا هم په دريم مقام کې دى خو له چلسي اوس شپږ پوانيټه شاته شو .

تاتنهم لا هم په پنځم مقام کې ځاى لري .

ورته مطالب