کريکټ : افغانستان له اماراتو سره دوه ازمېښتي لوبې کوي

افغانستان په اماراتو کې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي جام پورته کړى و

افغانستان د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو اولينه لوبه د مۍ په لومړۍ نېټه له هندوستان سره کوي .

خو تر هغې وړاندې او ويسټ انډيز ته تر تگ دمخه يې په شارجه کې تمرينونه پيل کړي دي .

د همدغو تمرينونو په ترڅ کې د دوشنبه په ورځ ( د اپريل ١٢ ) په شارجه کې له يوۀ ځايي کلب سره شل اوريزه سيالي کوي .

د افغانستان له ملي لوبډلې سره اداري مسوول بشير ستانکزي د بي بي سي پښتو ويبپاڼې د لوبو برخې ته وويل چې د چارشنبه او پنجشنبه په ورځ په شارجه لوبغالي کې د متحدو عربو اماراتو له ملي لوبډلې سره هم دوى دوه شل اوريزې لوبې لري .

متحدو عربو اماراتو په دې وروستيو کې د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په يوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه خو افغان لوبغاړو د هغو سياليو پايلوبه له نيپال څخه وروسته وگټله .

د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي په لوبو کې افغانستان اماراتو ته ماتې ورکړې وه .

نورې تمريني لوبې

افغان لوبډله په هيله ده چې له اماراتو سره دوه شل اوريزې لوبې چې د شارجې پر وخت به د ماښام په اووه بجې پيليږي ، د دوى لپاره ښه تجربه وي .

افغانستان په ويسټ انډيز کې د نړيوالو شل اوريزو سياليو تر پيل وړاندې له کوربه هيواد او ايرلينډ سره هم دوه تمريني لوبې لري چې د اپريل له ٢٦ تر ٢٨ نېټې پورې به په ويسټ انډيز کې ترسره کيږي .

بشير ستانکزي بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته د لوبډلې په باب وويل چې نور لوبغاړي روغ او چمتو دي خو شاپور ځدراڼ له نيپال سره د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په پايلوبه کې ټپي شوى و چې لا هم يو څه ارام ته اړتيا لري .

ورته مطالب