کريکټ : افغانستان له اماراتو سره شل اوريزه لوبه کوي

ملي لوبډله
Image caption د افغانستان ملي لوبډلې درې وارې سر په سر اماراتو ته په شل اوريزو لوبو کې ماتې ورکړې ده

د کريکټ د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د چمتووالي لپاره د افغانستان ملي لوبډله په شارجه کې له متحدو عربو اماراتو سره د سه شنبه په ورځ ( د اپريل ١٤ ) لوبه کوي .

افغانستان به له همدې لوبډلې سره د چارشنبه په ورځ هم شل اوريزه لوبه ترسره کوي چې دوى يې د نړيوالو اتلوليو لپاره غوره تمرين بولي .

د افغانستان له ملي لوبډلې سره په اداري چارو کې بوخت بشير ستانکزي بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې د سه شنبه او چارشنبه لوبې دوى ډيرې جدي گڼي .

بشير ستانکزي وويل اوس د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي شارجې ته رسيدلي دي .

تر څو ورځو پخوا پورې لا محمد نبي او حميد حسن په کويت کې و چې ويسټ انډيز ته د تگ لپاره د انگلستان ترانزيتي ويزه ترلاسه کړي

افغانستان له متحدو عربو اماراتو سره تر اوسه په نړيوالو سياليو کې درې وارې شل اوريزې لوبې کړي دي چې ټولې د افغان لوبغاړو په بري پاى ته رسيدلي دي .

پخوانۍ لوبې

په لومړي ځل افغانستان په ٢٠٠٧ کال کې له اماراتو سره د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو د شل اوريزو اتلوليو په نيمه پايلوبه کې لوبه کړې وه .

د افغانستان او اماراتو دويمه شل اوريزه لوبه تير کال د اسيا د کريکټ شورا د اتلوليو په ترڅ کې وشوه چې هغه هم افغان لوبغاړو وگټله .

تر هغې لږ وروسته د نړيوالو شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراغوي په يوه لوبه کې افغانستان اماراتو ته په اسانۍ ماتې ورکړه چې ورسره يې نړيوالو اتلوليو ته لار ومونده .

بي بي سي پښتو ويبپاڼې به د سه شنبه او چارشنبه د ورځو د لوبو حال خپروي .

.

ورته مطالب