شعیب ملک له ثانيه ميرزا سره واده وکړ

شعیب ملک او ثانیه ميرزا
Image caption شعيب ملک د پاکستان ښه منډه جوړوونکى دى چې اوس د پاکستان د کريکټ بورډله لورې په لوبډلې کې د ډلې ټپلې جوړولو په تور، د لوبو دکولو بنديز لگيدلى دى.

د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې پخواني کپټان شعيب ملک د هند د ټينس لوبې له وتلې ښځينه ستورې ثانيه مېرزا سره واده وکړ .

وړاندې د دغو دواړو ستوريو د واده نيټه د روانې مياشتې پنځلسمه ټاکل شوې وه خو کورنيو يې د واده نيټه مخې ته کړه .

د ثانيې مېرزا يو وياند وويل د واده مراسم د مسلمانانو له دود سره سم د هند په سويلي ښار حيدر اباد کې ترسره شول چې په خبره يې ناوې د خپلې مور د واده جامې (ساري) اغوستې وې.

د دوى دواړو ترمنځ له هغه وروسته د واده خبره روښانه شوه چې ښاغلي ملک خپلې پخوانۍ مېرمنې عايشې صديقې ته طلاق ورکړ، شعيب ملک ويلي له هغې سره يې ځگه واده اعتبارنلري چې د ده په ټکو ايجاب او قبول يې د ټيليفون له لارې شوى دى.

Image caption وړاندې داسې ويل کېدل چې د دواده مراسم د نجلۍ په پلرني ښاري حيدر اباد او د هلک په پلرني هغه لاهور کې ترسره شي.

د دوغو دواړو ستوريو د واده خبره د هندي او پاکستاني رسنيو د سر ټکي جوړول،په تېره بيا له هغه وروسته په مطبوعاتو کې دا خبره گرمه شوه چې،ښاغلى ملک څو ورځې وړاندې له دوبۍ نه مخامخ حيدراباد ته د ثانيې مېرزا کورته ولاړ.

وړاندې داسې ويل کېدل چې د دواده مراسم د نجلۍ په پلرني ښاري حيدر اباد او د هلک په پلرني هغه لاهور کې ترسره شي.

شعيب ملک د پاکستان ښه منډه جوړوونکى دى چې اوس د پاکستان د کريکټ بورډله لوې پرې په لوبډلې کې د ډلې ټپلې د جوړولو په تور د لوبو دکولو بنديز لگېدلى دى.