کريکټ :د هند تکړه لوبغاړى شېواگ ټپي شو

شېواگ
Image caption شېواگ په نړۍ کې يو له هغو لوبغاړيو دى چې په خپلې تيزې لوبې يې ډيرې سيالۍ گټلي دي

د هند د کريکټ تکړه او تيز لوبغاړى وريندر شېواگ ټپي شوى دى او له نړيوالو شل اوريزو اتلوليو وتلى دى .

د هند د کريکټ بورډ په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د شېواگ اوږه ټپي شوې ده او له نړيوالو اتلوليو پاتې شوى دى .

هند د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان سره په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې لومړنۍ لوبه کوي .

د هند کريکټ بورډ دا نه دي ويلي چې شېواگ څرنگه او چيرې ټپي شو .

شېواگ په دې وروستيو کې د هند د کريکټ په پريميرشيپ يا اى پي ايل کې لوبه کوله او ډيرې منډې يې کړې وې .

شېواگ په تيزو منډو جوړولو کې نړيوال شهرت لري او د هند يو له ډيرو خطرناکو لوبغاړو څخه گڼل کيږي.

د هند کريکټ بورډ د شېواگ پر ځاى وېجې په لوبډله کې شامل کړى دى .

ويجې په اى پي ايل کې د چيناى له خوا لوبه کوي او تر اوسه يې تر څلور سوو ډيرې منډې کړي دي .

ورته مطالب