د ايسلنډ اورشيندي غرۀ پر لوبغاړو هم اغيز وکړ

اورشيندى
Image caption د ايسلند له اورشيندۀ غرۀ لوگي خورا لوړ تللي دي چې د الوتکو لپاره الوتنه يې گرانه کړې ده

د ايسلنډ له يوۀ غرۀ څخه د اورشيندلو او ورڅخه پورته شوي لوگي په اروپا کې د هوايي شرکتونو الوتنې ځنډولي چې د لوبغاړو پر تگ راتگ او سياليو يې اغيز شيندلى دى .

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله په دوبۍ کې د جمعې په ورځ ايساره وه چې لندن ته الوتنه وکړي .

دوى به له لندنه بيا ويسټ انډيز ته تلل چې د کريکټ په شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې گډون وکړي .

د افغان لوبډلې اداري مسوول بشير ستانکزي له دوبۍ څخه د تيلې فون په کرښه د بي بي سي پښتو ويبپاڼې د لوبو برخې ته وويل چې د جمعې د ورځې الوتنه يې کنسل شوې ده .

د بشير ستانکزي په وينا دوى هيله لري چې سبا به دغه الوتنه وکړي خو لا هم باوري نه و .

د موټرځغاستې فارمولا ون ريډ بول نومى ټيم هم د اورشيندې غرۀ د لوگيو له امله ايسار دى .

دوى غوښتل چې د چين په موټر ځغاستو سياليو کې برخه واخلي خو الوتنې يې ځنډيدلي دي .

د رگبي لوبې اروپايي اتلولۍ هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي .

دغه راز د برتانيا د کنگل پر سر د هاکي لوبډله چې سلوانيا ته روانه وه اوس چې يې الوتنه ځنډيدلې شايد د اورگډي اوږد مزل غوره کړي .

په برتانيا کې د هوايي ترافيک سيستم د جمعې په ورځ د ماښام تر اوو بجو پورې ټولې الوتنې بندې کړې دي .

دوى ډاريږي چې له اورشيندې څخه په پورته شويو لوگيو کې شگې او نورې زرې به د الوتکو ماشينونه شنډ کړي او د الوتکو د رالويدا ويره ورڅخه لري .

دغه لوگي له اتلس زره تر شل زره گامه يا فيټه پورته دي چې د الوتکو د الوتنې لپاره خنډ پيدا کوي .