''کاناډا د ١٩ کلنو د کريکټ د نړيوال جام له کوربتوبه په شا شوه''

د لوبډلې مشران
Image caption په تېرو نړيوالو سياليو کې د لوبډلې مشران چې د افغانستان د لوبډلې مشر هم په کې ليدل کېږي

له هغه وروسته چې په ٢٠١٠ کال کې د کريکټ د ١٩ کلنو د نړيوالو سياليو کوربتوب له کينيا واخيستل شو، د دغو سياليود ٢٠١٢ کال کوربتوب کاناډا ته ورکړل شو چې دا دى اوس دغه هېواد هم له دغه مسووليت نه خپلې اوږې سپکې کړې .

د کريکټ نړيواله شورا وايي د کاناډا کريکټ بورډ ويلي دوى دومره وړتيا نلري چې په وخت سره د ٢٠١٢ کال نړيوالو سياليو ته وړ ميدانونه او نورې اسانتياوې برابرې کړي.

د نوموړې شورا مشر هارون لارگت له کاناډا مننه وکړه چې دوى يې له خپلې پرېکړې په وخت خبر کړل هغه وويل:’’ دا رښتيا هم يوه سخته پرېکړه وه خو دغه کار موږ ته دا فرصت راکو ي چې په دې اړه نورې لارې چارې ولټوو.’’

د کريکټ نړيواله شورا راتلونکې اوونۍ به په دوبۍ کې په دې اړه غونډه کوي چې کوم هېواد د ١٩کلنو نړيوالو سياليو د کوربتوب لپاره غوره کړي .

د کريکټ نړيوالې شورا ماليزيا د ٢٠٠٨ کال ، کينيا د ٢٠١٠ کال او کاناډا د ٢٠١٢ کال لپاره د کريکټ د ١٩ کلنو نړيوالو سياليو لپاره کوربنې اعلان کړې .

انگېرنې دا دي چې د دغو سياليو لپاره په لوړه کچه د اسانتياوو او ميدانونو برابرولو کينيا او کاناډا له دغه کوربتوب نه په شا کړې وي.

داسې فکر کيده چې د ١٩ کلنو نړيوالې سيالۍ به په کاناډا کې د کريکټ د پرمختگ لپاره يو ښه گام او د دغې لوبې د لامشهورولو لپاره يو تبليغ وي .

له پلازمېنې ټورنټو نه د باندې د کاناډا په نورو ښارونو کې هم د کريکټ د ميدانونو د جوړولو پلانونه وار له مخې جوړ شوي ول، دا په دغه هېواد کې د شلمې پېړې له لومړيو را وروسته د کريکټ د پرمختگ لپاره تر ټولو ښه گام او چانس بلل کيده،خو اوس د کاناډا دغې پرېکړې ته په دغه هېواد کې د کريکټ د په شاتگ په سترگه کتل کېږي.

د کريکټ د ١٩ کلنو لوبغاړو سيالۍ څه موده مخکې په نيوزېلينډ کې ترسره شوې چې اسټراليا په پايلوبه کې پاکستان مات کړ.

په دغو سياليو کې د لومړي ځل لپاره افغان لوبډلې هم برخه اخيستې وه.

تر دې وړاندې په کاناډا کې نړيوال جام ته د لار موندنې په سياليو کې يو شمېر تکړه افغان کريکټيان پاتې شول چې د ډېرو په گمان د ١٩ کلنو افغان لوبډله يې څه نا څه کمزورې کړه.

ورته مطالب