پاکستان په خپله کريکټ لوبډله کې بدلون راوست

 پاکستاني لوبغاړي
Image caption د ډېرو په گمان دا ډول کارونه د پاکستان د کريکټ د لوبډلې او کريکټ بورډ ترمنځ د نظر ښکاره اختلافات په ډاگه کوي چې ښايي پر لوبډله هم پراخ اغيز وشيندي .

د پاکستان کريکټ بورډ(پي سي بي) په ويسټ انډيز کې د را روانو 20 اوريزو نړيوالو سياليو لپاره د خپلې اعلان شوې لوبډلې نه دوه لوبغاړې لېرې کړي او پر ځاى يې دوه نوي ور داخل کړي دي .

تېز توپ اچوونکى محمد سميع او کيڼ لاسى ورو توب اچوونکى عبدالرحمن هغه دوه نوي لوبغاړي دي چې د فسټ باولر عمر گل او د منډې جوړونکي ياسر عرفات پرځاى ټيم کې شامل شوي دي.

محمد سميع په ٣٤ پنځه ورځنيو او ٨٣ يوه ورځنيو، او ديرش کلن عبدالرحمن بيا په دوو پنځه ورځنيو او 11 يوه ورځنيوسياليو کې د پاکستان له لورې لوبيدلي دي.

خو ښاغلى رحمن بيا د پاکستان په کورني کريکټ کې ځليدلى دى .

پي سي بي په يوه خبره پاڼه کې ويلي ښاغليو گل او عرفات لوبو ته برابر او مناسب نه ول ځگه يې نومونه له اعلان شوي لست نه لېري کړاى شول.

د يادونې وړ ده چې تر دغه اعلان وړاندې د پاکستان د لوبډلې ټاکوونکي محسن خان،کپتان شاهد افريدي او روزونکي وقار يونس په ټيم کې د فاسټ باولر محمد سميع او بل هغه محمد عرفان د شاملولو اعلان کړى و.

خو له دغه اعلانه څو شېبې وروسته پي سي بي د يوې اعلاميي په خپرولو په لوبډله کې د محمد عرفان پر ځاى عبدالرحمن ور شامل کړ.

تر دې لا وړاندې د پاکستان د کريکټ بورډ د کپټان له ټاکلو او د روزونکي له سلا مشورې پرته په ويسټ انډيز کې د راتلونکو ٢٠ اوريزو نړيوالوسياليو لپاره ١٥ کسېزه لوبډله اعلان کړې وه .

د ډېرو په گمان دا ډول کارونه د پاکستان د کريکټ د لوبډلې او کريکټ بورډ ترمنځ د نظر ښکاره اختلافات په ډاگه کوي چې ښايي پر لوبډله هم پراخ اغيز وشيندي .

د پاکستان لوبډله تر دې دمه له دغو کسانو نه جوړه ده:

١:محمد حفيظ

٢:سلمان بټ

٣:خالد لطيف

٤: کامران اکمل

٥:مصباح الحق

٦:عبدالرزاق

٧:شاهدافريد

٨: فواد علم

٩:عمراکمل

١٠:حميد اعظم

١١:سيد اجمل

١٢: محمد عامر

١٣:محمد اصف

او دوه نوي لوبغاړي

١٤ محمد سميع

١٥:عبدالرحمن

پاتې دې نه وي چې پاکستان د ٢٠ اوريزو لوبو قهرمان دى او دغه قهرماني ېې تېر کال خپله کړه .

ورته مطالب