افغان کريکټ لوبډله لندن ته ورسيده

اى سي سي
Image caption د کريکټ د شل اوريزو اتلوليو سيالۍ په ويسټ انډيز کې کيږي

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د دوشنبه په سهار ( د اپريل ٢٦ ) لندن ته ورسيده .

دوى کرۍ شپه په الوتکه کې تيره کړه چې له دوبۍ خپله ځنډول شوې الوتنه بشپړه کړي .

افغان لوبډله بايد د اپريل په ١٦ مه نېټه لند ن ته خوځيدلې واى خو د ايسلنډ د اورشيندي غرۀ د بوټيدا له امله چې اروپا ته الوتنې وځنډول شوې د دوى سفر هم ايسار شو .

افغان لوبډله به د سه شنبه په ورځ د ويسټ انډيز په لور خوځيږي.

د افغانستان لوبډله له پنځلس لوبغاړو جوړه ده .

له لوبډلې سره کبير خان د روزونکي په توگه ، ډاکټر اعظيم د درملوونکي يا فزيو ، بشير ستانکزى د اداري مسوول او شهريار خان د رسنيو د مسوول په توگه سفر کوي .

شهريار خان د اسيا د کريکټ شورا له خوا له افغان لوبډلې سره ملگرى شوى دى .

د رسنيو مسوول

د اسيا د کريکټ شورا غواړي چې په نړيوالو اتلوليو کې افغان لوبډله هم له رسنيو سره په چلند کې هغه اسانتياوې ولري چې نورې لوبډلې يې لري .

افغان ملي لوبډلې تر دې وړاندې کله د رسنيو مسوول نه درلود او نه هم له رسنيو سره د اړيکو لپاره مسلکي کس ورسره په سفرونو کې ملگرى و .

افغانستان به په ويسټ انډيز کې د چارشنبه په ورځ ( د اپريل ٢٨ مه ) له ايرلنډ سره يوه دوستانه شل اوريزه لوبه کوي .

تر دې وړاندې نيت دا و چې له ويسټ انديز سره هم يوه دوستانه لوبه وکړي خو د الوتکو د الوتنې له ځنډ وروسته د چمتووالي ډيرې لوبې پاتې شوې دي .

ورته مطالب