فوتبال: ميونيخ او انترميلان له لومړيو لوبو وروسته وړاندې دي

ريبيري
Image caption فرنگ ريبيري سور کارډ وليد او په دويمه لوبه کې يې د گډون حق له لاسه ورکړ

د اروپا د اتلو کلبونو په اتلوليو يا چمپينزليگ کې د نيمه پايلوبو تر لومړنيو لوبو وروسته د جرمني باين ميونيخ او د ايتاليا اينترميلان پر خپلو سيالانو لېون او بارسلونا برلاسي شوي دي.

نيمه پايلوبې د دوو لوبو لړۍ وي چې هره لوبډله يوه په خپل کور او بله د سيال په کور کې کوي .

په لومړنۍ نيمه پايلوبه کې د تير کال اتل بارسلونا په ايتاليا کې له اينتر ميلان څخه لوبه درې يو وبايلله .

په دويمه نيمه پايلوبه کې د جرمني باين ميونيخ د فرانسې ليون ته يو صفر ماتې ورکړه.

بارسلونا او ليون دواړو په اروپا کې د الوتکو د نه الوت له امله په گاډي کې سفرونه وکړل .

دواړو لوبډلو تر اوږدو سفرونو وروسته لوبې کولې چې د ډيرو کتونکو په وينا يې پر لوبې هم اغيز ښکاره و .

خو د بارسلونا روزونکي د سفر پلمه ونه منله او ويې ويل چې په بله لوبه کې به هڅه کوي چې اينتر ميلان ته په دوو گولونو ماتې ورکړي او پايلوبې ته په دويم پرله پسې کال ورسيږي .

ليون که څه هم لوبه يو صفر وبايلله خو خوښ به په دې وي چې په دويمه لوبه کې د ميونيخ تکړه لوبغاړى فرنک ريبيري نشته .

ريبيري په لومړۍ لوبه کې سور کارډ وليد او له دويمې لوبې وايستل شو .

د يادونې وړ ده چې ليون هيڅکله چمپينز ليگ نه دى گټلى او اينترميلان هم څو لسيزې وړاندې دغه وياړ گټلې و .

ميونيخ اته کاله وړاندې او بارسلونا تير کال دغه وياړ خپل کړ .

ورته مطالب