ځغلند نظر : په نړيوالو اتلوليو کې افغان کريکټ لوبډله

افغان لوبډله
Image caption ويسټ انډيز ته تر روانيدو وړاندې په دوبۍ کې د بي بي سي پښتو ويبپاڼې لپاره اخيستل شوى عکس چې افغان لوبډله ښکاروي ، عکاسه ، ليزلي نارت

د افغانستان د کريکټ پنځلس کسيزه ملي لوبډله په لومړي ځل د کريکټ نړيوالو شل اوريزو سياليو ته لار موندلې ده ، بي بي سي پښتو وېبپاڼه د دغو لوبغاړو لوبيزژوند ته کتنه کوي .

نوروز منگل

Image caption د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل

د زيږيدا ځاى : کابل

اوسنى عمر: ٢٥ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : پنځه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکى ، کله نا کله ورو توپ اچونکى او د لوبډلې کپتان .

په کابل کې زيږدلى د خوست دغه ځوان د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې په تاريخ کې تر ټولو بريالى کپتان دى . تر دۀ وړاندې بل هيڅ افغان کپتان د هيوادونو تر منځ په سياليو کې د اتلولۍ جام نه و پورته کړى . نوروزمنگل د خپل روزونکي کبير خان په وينا ماتې نه مننونکى لوبغاړى دى . کبيرخان د خپل کپتان په باب زياتوي :

((نوروز منگل ډير خاکساره بنيادم دى . په خپل هيواد ډير زيات مين دى او ښه ليډر ثابت شوى دى . ))

د نوروزمنگل د منډو اوسط ته که وکتل شي نو په څلور ورځنيو لوبو کې ډير ځليدلى دى . هلته دى د څه باندې پنځه څلوېښت منډو په اوسط لوبه کوي چې خورا ښه بلل کيداى شي . په رسمي نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې اوسط ٢٢ او په شل اوريزو لوبو کې يې اوسط ٢٤ منډې دى . دۀ د کريکټ په هر ډول لوبه کې د سپېين يا ورو بالر په توگه هم ښه لوبه کړې ده .

محمد نبي عيسى خيل :

د زيږيدا ځاى : لوگر

اوسنى عمر: ٢٥ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : پنځه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : الرونډر يا هر اړخيز لوبغاړى او د لوبډلې مرستيال کپتان .

ډيرو محمد نبي عيسى خيل د افغانستان د ملي لوبډلې روح بللى دى . د دۀ په شته والي کې افغان لوبډلې ډير هغه لوبې هم گټلې چې بايد بايللې يې واى . يو له هغو ځوانانو څخه دى چې د کريکټ د مشهور کلب ايم سي سي له خوا د دې جوگه وبلل شو چې په ٢٠٠٧ کال کې له حميد حسن سره لندن ته وربلل شي او د هغوى له خوا لوبه وکړي . په اروپا کې د کريکټ گڼو ورځپاڼه ليکونکو محمد نبي په افغان لوبډله کې له تخنيکي پلوه تر ټولو بشپړ منډه جوړونکى بللى دى . د دۀ سپېين اف بريک بالينگ هم کم سارى گڼل کيږي . د ملي لوبډلې روزونکى کبير خان د نبي عيسى خيل په باب وايي :

(( يو له هغو لوبغاړو دى چې ډيره زياته خواري گالي . نبي غواړي چې د لوبې په هر ډگر کې بريالى واوسي ، دى د خپلې لوبډلې د نورو لوبغاړو درناوى کوي او هغوى هم د دۀ ډير درناوي کوي . نبي لوبه ډير په جديت کوي .))

په يو ورځنيو لوبو کې نبي د څه باندې شپږ ديرشو منډو په اوسط لوبه کړې ده . په څلور ورځنيو لوبو کې دۀ تر بل هر افغان لوبغاړي ډيره لوبه کړې خو اوسط يې تر يو ورځنيو رسمي لوبو کم دى . خو په بالينگ کې بيا په څلور ورځنيو لوبو کې دۀ ٢٨ لوبغاړي سوځولي چې تر نورو افغان بالرانو تر دې دمه ( اپريل ٢٠١٠ ) زيات دي .

کريم صادق :

د زيږيدا ځاى : ننگرهار

اوسنى عمر: ٢٦ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : درې

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکى ، کله نا کله ورو توپ اچونکى او يو وخت ويکټ ساتونکى .

د پخواني روزونکي تاج ملوک ورور کريم خان صادق تيزې منډې کوي او پر خپل توان او استعداد ډير باوري او اعتماد لرونکى لوبغاړى دى . دى عمومآ د منډو پيل ته راوځي تل غواړي چې تر بل هر چا ډير وځليږي . يو وخت يې د ويکټ ساتونکي په توگه هم ښه لوبه کوله . د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکى کبير خان د کريم صادق په باب وايي : (( کريم ډير تيز شارټ وهي ، غواړي چې تل د لوبې غوره لوبغاړى وي ، خپل سبک او سټايل لري ))

که څه هم افغانستان تر اوسه پنځه نړيوالې رسمي يو ورځنۍ لوبې کړي دي خو کريم صادق له هغو څخه په دوو لوبو کې چې له هالنډ سره وې ، نه و . هغه مهال کريم صادق په دې له لوبډلې وتلى و چې د دۀ مشرى ورور هستي گل عابد د زمبابوې او هالنډ د سفر په ترڅ کې په لوبډله کې نه و شامل شوى . کريم په خپلو درو رسمي يو ورځنيو لوبو کې تر اوسه ( اپريل ٢٠١٠ ) د اتو په اوسط يوازې ٢٤ منډې کړي دي ، په شپږو رسمي شل اوريزو لوبو کې يې د ١٧ منډو په اوسط تر اوسه ١٠٤ منډې ترلاسه کړي دي . په څلور ورځنيو لوبو کې يې هم اوسط کم دى او تر اوسه يوازې د ٢٣ منډو په اوسط لوبه کوي . خو کريم صادق په سپېن بالينگ تر اوسه په شل اوريزو لوبو کې شپږ کسان سوځولي دي او په يو ورځنيو لوبو کې هم د دۀ په توپ دوه کسه سوځيدلي دي .

نور علي ځدراڼ

د زيږيدا ځاى : خوست

اوسنى عمر: ٢١ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : څلور

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : پنځه

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکى .

د افغانستان له خوا د منډو پيلولو ته راوتونکى دغه زلمى لوبغاړى د ديرو په گومان په منډه جوړولو کې تر ټولو مستعد لوبغاړى دى . نور علي د کريکټ لوبې په کتاب کې راغلى هر ډول شارټ لري چې په ډيرو کمو لوبغاړو دغه هنر لورول شوى وي . نور علي ځدراڼ له زمبابوې اې سره د خپل ژوند په لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې هغه وخت ټول حيرانه کړل چې په دواړو پاڼيو يا نوبتونو کې يې سليزې ووهلې . دا د کريکټ لوبې په نژدې دوه سوه کلن تاريخ کې يوازې څلورم وار و چې کوم لوبغاړى دغه وياړ ترلاسه کوي . نور علي په يو ورځنيو رسمي لوبو کې هم د افغانستان له خوا سليزه کړې ده او په شل اوريزو لوبو کې هم ځليدلى دى . کبير خان د دغه مستعده لوبغاړي په باب وايي : (( ډير زيات مستعد لوبغاړى دى . که په خپله لوبه لږ نور کار هم وکړي او لږه نوره خواري هم وکړي دى يو له هغو لوبغاړو دى چې په نړيواله کچه د منلو او ستايلو دى . تر اوسه يې لوبه ډيره ښه ده خو د دۀ استعداد ته په پام سره لا هم تر دې بايد ښه شي . ))

نور علي ځدراڼ په څلورو يو ورځنيو رسمي لوبو کې د ٥٢ منډو په اوسط تر اوسه ( اپريل ٢٠١٠ ) ٢٠٨ منډې کړي دي . په شل اوريزو لوبو کې يې اوسط څه باندې ٢٩ دى او په څلور ورځنيو لوبو کې يې اوسط څه باندې ٦٦ دى چې د ٢١ کلن لوبغاړي لپاره ډير د پام وړ دى .

محمد شهزاد محمدي

د زيږيدا ځاى : ننگرهار

اوسنى عمر: ١٨ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : څلور

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : ويکټ ساتونکى او منډه جوړونکى .

محمد شهزاد محمدي د افغانستان په اوسنۍ لوبډله کې تر ټولو په عمر کم خو په لوبه کې يو له تجربه لرونکو لوبغاړو بلل کيږي . دى ښه ويکټ ساتونکى دى خو تر هغې هم په منډه جوړولو کې ډير ځليدلى دى . لومړنى افغان و چې په نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو کې يې سليزه ووهله ، بيا هم لومړنى افغان و چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې په يو وار ډبل سليزه يا تر دوو سوو ډيرې منډې وکړې او بيا هم لومړنى افغان و چې په رسمي شل اوريزو لوبو کې يې لومړنۍ پنځوسيزه وکړه . شهزاد هر ډول شارټ وهلى شي ، تيزه لوبه کوي خو که اړتيا وه لوبه ورو کولى هم شي . کبير خان د دۀ په باب وايي : (( کله چې په سر کې وي د دۀ د لوبې ننداره بېله خوند لري . ډير مستعد لوبغاړى دى ، ټوکي زلمى دى ، خوش خلقه دى او ښه ويکټ ساتونکى هم دى . ))

شهزاد په څلورو رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د ٦١ منډو په اوسط تر اوسه ( اپريل ٢٠١٠) تر بل هر افغان لوبغاړي ډيرې منډې ، ٢٤٤ ، کړي دي . په شل اوريزو لوبو کې يې اوسط څه باندې ٢٩ دى او په څلور وروځنيو لوبو کې يې د ٨٢ منډو په اوسط نژدې پنځه سوه منډې خپل هيواد ته کړي دي .

ريس احمد زى

د زيږيدا ځاى : لوگر

اوسنى عمر: ٢٦ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : پنځه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکى.

ريس احمدزى تر نوروز منگل وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان و . په لوبه کې د سړې سينې خاوند دى ، ډيره تجربه لري او د فشار په حالت کې ډير ځله ځلېدلى دى . ريس احمدزى د لوبډلې د لوبغاړو ملاتړ ته تل ولاړ وي . د ملي لوبډلې روزونکى کبير خان د دۀ په باب وايي : (( د اعتماد وړ لوبغاړى دى ، دا قدرت لري چې د فشار په حالت کې لوبه وکړي او ښه لوبه وکړي . په يو ورځنيو او څلور ورځنيو لوبو کې ډير ښه دى خو په شل اوريزو لوبو کې يې هم د ښو شارټونو له امله ځاى جوړ کړى دى . ))

ريس احمدزي د څه کم ٣٠ منډو په اوسط په نړيوالو رسمي يو وروځنيو لوبو کې منډې کړي دي . په شل اوريزو لوبو کې يې بيا اوسط ٤١ منډو ته رسيدلى دى خو په څلور ورځنيو لوبو کې يې تر دې دمه د منډو اوسط ډير اوچت نه دى . ريس احمدزى کله نا کله ورو سپېين بالينگ هم کوي خو په نړيوالو رسمي لوبو کې يې لا څوک نه دي سوځولي .

اصغر ستانکزى :

د زيږيدا ځاى : کابل

اوسنى عمر: ٢٣ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : پنځه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : دوه

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکى .

د کبير خان په وينا اصغر ستانکزى ټوکي ، خوش خلقه او مستعد لوبغاړى دى . د اصغر ستانکزي په مخ تل په لوبغالي کې موسکا خپره وي . په لوبه ښه پوهيږي او ډير کله يې په خپلې لوبې افغانستان بري ته رسولى هم دى . د روزونکي کبير خان په وينا (( اصغر لوى زړۀ لري ، په هر حالت کې چمتو دى چې په هر پوزيشن کې وي لوبه وکړي . دى د ټيم لپاره چمتو دى او ډير زړۀ ور دى . ))

په رسمي نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د اصغر ستانکزي د منډو اوسط تر اوسه ( اپريل ٢٠١٠ ) ٢٠دى ، په شل اوريزو رسمي لوبو کې لا ښه موقعې په لاس نه ده ورغلې او په څلور ورځنيو لوبو کې يې هم اوسط له استعداد سره سم نه دى خو لا هم ځوان دى او شايد په راتلونکې کې لا وغوړيږي .

سميع الله شينوارى :

د زيږيدا ځاى : ننگرهار

اوسنى عمر: ٢٢ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : پنځه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : ليگ سپېينر.

سميع الله شينوارى د افغانستان په لوبډله کې يو له ډيرو ښو فيلډرانو بلل کيږي . سميع الله شينوارى که څه هم ليگ بريک سپېين بالينگ کوي خو ډير کله يې په خپلو تيزو منډو افغانستان ته لوبې هم گټلي دي . په خپله لومړنۍ رسمي يو ورځنۍ لوبه کې سميع الله شينواري پنځوس منډې کړې وې . سميع الله شينوارى د کبير خان په وينا (( ډير ښه بالر دى او فيلډينگ او منډې يې د ټيم لپاره ډيرې مهمې دي او ښې لوبې يې د افغان ټيم لپاره گټلې دي .))

سميع الله شينواري د څه باندې ٤٠ منډو په اوسط په رسمي يو ورځنيو لوبو کې منډې کړي دي . په شل اوريزو او څلور وروځنيو لوبو کې يې لا د منډو اوسط ډير د پام وړ نه دى خو د دۀ بالينگ مهم دى . په يو ورځنيو لوبو کې د ٢٦ په اوسط شپږ او په څلور ورځنيو لوبو يې يې د څلوېښتو په اوسط نهه لوبغاړي سوځولي دي .

دولت خان احمدزى

د زيږيدا ځاى : لوگر

اوسنى عمر: ٢٥ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : دوه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : ١

په لوبډله کې دنده : تيز بالر .

دولت احمدزى د افغانستان ښي لاسى تيز بالر دى چې ځينې ځانگړي ريکارډونه لري . دى لومړنى افغان بالر دى چې په رسمي يو ورځنيو ، څلور ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې يې د افغانستان لپاره په لومړي ځل کوم مخالف لوبغاړى وسوځاوۀ . دولت دا وياړ هم لري چې تر اوسه ( اپريل ٢٠١٠ ) لومړنى افغان بالر دى چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې په يو وار پنځه لوبغاړي سوځولي دي . دولت له فزيکي پلوه ډير تکړه او چمتو دى . کبير خان د دۀ په باب وايي : (( په خپله لوبه ډيره خواري کوي ، مغزآ او ذهنآ ډير قوي لوبغاړى دى ، ريښتينى مسلکي لوبغاړى ورته ويلى شم . ))

دولت خان احمدزي په څلور ورځنيو لوبو کې يوازې د ١٥ منډو په اوسط نهه لوبغاړي سوځولي دي . په يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې يې لا د بالينگ اغيز د منډو په درولو کې ليدل شوى خو د لوبغاړو په سوځولو کې هغومره بريالى نه ښکاري لکه په څلور ورځنيو لوبو کې چې يې ثابته کړې ده .

حميد حسن :

د زيږيدا ځاى : ننگرهار

اوسنى عمر: ٢٢ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : درې

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : تيز بالر .

حميد حسن د افغانستان تر ټولو تيز بالر بلل کيږي . د دۀ په باب د اروپا د کريکټ ورځپاڼه ليکونکي وايي چې د ټسټ ميچونو له ډگره دباندې په نورو هيوادونو کې تر ټولو ښه بالر دى . حميد حسن له محمد نبي عيسى خيل سره په ٢٠٠٧ کال کې د انگلستان ايم سي سي کلب ته وربلل شوى و چې په ورپسې کال هم وغوښتل شو . کبير خان د حميد حسن په باب وايي :

(( يو له هغو بالرانو دى چې له خدايه به غواړې چې له تاسو سره وي . دى ډير استعداد لري او داسې قوت لري چې لوبه هره شېبه د ټيم په گټه تمامولى شي . حميد حسن له بايللو کرکه لري . تيز او خطرناک بالر دى خو له لوبې وروسته او وړاندې ټوکي او دوست ځوان دى . ))

حميد حسن په رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د ٢٣ په اوسط شپږ لوبغاړي سوځولي دي . په شل اوريزو لوبو کې يې د ١٤ منډو په اوسط لس کسه او په څلور وروځنيو لوبو کې يې د ٤٢ منډو په اوسط ١٥ لوبغاړي تر اوسه سوځولي دي .

شاپور ځدراڼ

د زيږيدا ځاى : لوگر

اوسنى عمر: ٢٥ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : څلور

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : تيز بالر .

شاپور ځدراڼ کيڼ لاسى تيز بالر دى چې ځينې وختونه يې د بالينک رفتار او سرعت تر حميد حسن هم ډير وي . شاپور په ونه هم تر بل هر اوسني افغان لوبغاړي لوړ دى چې دې هم ورسره په بالينگ کې مرسته کړې ده . کبير خان د شاپور په باب وايي : (( ډير مستعد تيز او جگ بالر دى . په ډير کم وخت کې ډير ښه بالر شو . د وخت په تيريدو سره به دى نور هم ښه شي . ))

شاپور په رسمي يو ورځنيو لوبو کې د ٢٦ په اوسط شپږ لوبغاړي سوځولي دي په څلور ورځنيو لوبو کې يې د ٣٥ په اوسط دولس لوبغاړى کښېنولي خو په شل اوريزو کې يې اوسط او د سوځيدا کچه تر اوسه ښه نه ده .

ميرويس اشرف :

د زيږيدا ځاى : کندز

اوسنى عمر: ٢١ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : يوه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : پنځه

په لوبډله کې دنده : تيز بالر.

ميرويس اشرف تيز بالر دى ، د توپ اچولو سرعت يې لا د حميد حسن او شاپور غوندې ډير نه دى خو توپ له لوړه راغورځوي چې ورسره منډه جوړونکو ته پرې د منډو جوړول گرانيږي . دۀ تر اوسه په خپل لنډ لوبيز ژوند کې ثابته کړې چې ډيرې منډې نه ورکوي ، ښه فيلډر دى او که منډو ته اړتيا وه نو ښې تيزې منډې هم کولى شي . کبير خان د ميرويس اشرف په باب وايي : (( ډير ښه هلک دى او ډير ښه کريکټر دى . هر څوک د دۀ له اخلاقو او د دۀ له لوبې متاثره شوي دي . تر اوسه يې د افغانستان لپاره په ځينو لوبو کې ډيره ښه لوبه کړې او په راتلونکي کې ورڅخه نورې هيلې هم شته . ))

ميرويس اشرف په يو ورځنيو لوبو کې د ١٧ ، شل اوريزو کې د ١٤ او څلور ورځنيو لوبو کې د شلو په اوسط منډې کړي دي چې د يوۀ بالر لپاره خورا ښې دي . په بالينگ کې چې د دۀ اصلي کسب دى د ميرويس لوبه لا ډيره د پام وړ ده . په څلور وروځنيو لوبو کې ميرويس اشرف د ٢٢ په اوسط تر اوسه اته لوبغاړي سوځولي دي . په يوازينۍ رسمي نړيوالې يو وروځنۍ لوبې کې مېرويس څوک ونه سوځول خو منډې يې هم ډيرې ورنه کړې .

شبير نوري

د زيږيدا ځاى : ننگرهار

اوسنى عمر: ١٨ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : يوه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : لا يې کومه وبه نه ده کړې .

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکى

شبير نوري په دې وروستيو کې ملي لوبډلې ته لار موندلې ده خو له ډيره وخته يې په افغانستان کې ستاينې کيدې . دۀ ته په ننگرهار کې د لارا نوم ورکړل شوى و . لارا د ويسټ انډيز پخوانى کپتان و چې خورا تکړه منډه جوړونکى و . د شبير نفس خورا پوخ ښکاري تر ساعتونو ساعتونو بالرانو ته دريدلى شي . کبير خان د دۀ په باب وايي : (( له څلور ورځنيو سياليو يې لوبه پيل کړه خو ژر وليدل شول چې دى تيزه لوبه هم کولى شي او اوس شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو ته هم راغلى دى . ))

شبير نوري په خپله لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې له ايرلنډ سره په خورا سختو شرايطو کې تر اتياو ډيرې منډې وکړې . هلته د دۀ تر منډو د وخت ضايع کول ډير مهم و ځکه چې افغانستان له مشکل حالت سره مخامخ و خو د دۀ او نورو لوبغاړو د لوبې له برکته افغانستان هغه لوبه وگټله . په شل اوريزو لوبو کې شايد ډير چانس ونه لري خو په يو ورځنيو لوبه کې شايد تر ډيره د خپل هيواد استازيتوب وکړي . په څلور ورځنيو لوبو کې شبير د ٥٥ منډو په اوسط لوبه کړې ده چې ډيره ښه ده .

نصرت الله نصرت

د زيږيدا ځاى : بدخشان

اوسنى عمر: ٢٥ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : لا يې نه ده کړې

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : لا يې نه ده کړې

په لوبډله کې دنده : سپيېن بالر .

نصرت الله نصرت کيڼ لاسى ورو يا سپېين بالر دى . د کبير خان په وينا نصرت ته لا وخت شته دى .

افغان روزونکى وايي:

(( نصرت لا نوى دى ، ډيرې لوبې او تجربې ته اړتيا لري بايد ښه تمرين وکړي چې په ملي لوبډله کې ځانته ځاى ټينگ کړي ، تر اوسه ورڅخه متاثره شوي و او فکر کوو چې ښه راتلونکى لري . ))

نصرت په دوو غير رسمي نړيوالو لوبو کې منډې نه وې کړې خو يو لوبغاړى يې سوځولى و.

د ٢٠٠١ کال د يو ورځنيو نړيوالو اتلوليو د غوراوي په لوبو کې هم نصرت برخه لرله.

په هغو لوبو کې نصرت ډيرې منډې ورنه کړې خو لوبغاړي يې هم ونه سوځول .

شفيق الله شفق

د زيږيدا ځاى : ننگرهار

اوسنى عمر: ٢٠ کاله

نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : دوه

نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : پنځه

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکى .

شفيق الله شفق تيز منډه جوړونکى دى . ځينې يې د افغانستان شاهد اپريدى بولي خو د شاهد اپريدي په څير لا ځليدلى نه دى . کبير خان د شفيق په برخه کې بي بي سي ته وويل : (( ډير ښه فيلډر دى ، د ټيم لپاره زيار باسي که چيرې يې په منډو کې هم بخت بيداره شي او ودريږي ډيره ښه لوبغاړى هم دى چې شايد ښه منډې وکړي . ))

د شفيق د منډو اوسط لا تر اوسه له لسو نه دى پورته شوى . دى د شپږيزو او څلوريزو غوښتونکى دى او ډير کله په همدې هڅه ژر سوځيدلى هم دى . شل اوريزې لوبې بايد د دۀ لپاره وي خو تر اوسه په پنځو لوبو کې ايله د اوو په اوسط منډې پکې کوي .

ورته مطالب