چينايزسپر کنگز د هند د اي پي ايل لوبو اتل شو

Image caption چينايز سپر گنگز په ٢٠٠٨ اتم کال د دغو لوبو په پاى کې له راجستان رايلز نه ماتې خوړلې وه .

د هند د آى پي ايل د سياليو په پايلوبه کې چنيايز سپر کنگز ممبۍ انډيا ته په ٢٢ منډو ماتې ورکړه او د سياليو اتلولي يې خپله کړه.

چينايز سپر گنگز په ٢٠٠٨ م کال د دغو لوبو په پاى کې له راجستان رايلز نه ماتې خوړلې وه.

د آى پي ايل سږنۍ پايلوبه د ممبۍ په ښار کې وشوه، چينايز سپر کنگز پچه (ټاس) وگټله او خپله يې لومړۍ منډو جوړولو ته ملا وتړله.

د مورلي ويجاى او هايډن له لورې د منډو ښه پيل وشو داسې چې د (پاور پلاى) د ٦ اوررنو تر خلاصيدو هم دوى سوځيدلي نه ول او ډېره ارمه يې لوبه کوله .

خو ويجاى د دوو غټو شپږيزو او يوې څلوريزې له وهلو وروسته په ٢٦ منډو وسوځيد،دا وخت د سپر کنگز ټولې منډې ٣٦ وې .

له ښاغلي ويجاى سملاسي وروسته هايډن هم وسوځيد، ده چې ارامه لوبه کوله په ٣١ توپونو ١٧ منډې کړې وې .

له ده وروسته د لوبډلې مشر مهندر سنگه ډوني چې د هند د لوبډلې مشر هم دى،په ١٥ توپونو ٢٢ منډې وکړي او د ظهير خان له لورې کيچ اوټ شو .

Image caption آى پي ايل له ٢٠٠٨ کال نه را په ديخوا پيل شوى چې هدف يې په کور د ننه د لوبغاړو استعدادونو ته وده ورکول دي.

د سپر کنگز له لورې تر ټولو ډېر منډې سروش راينا وکړي،ده تر ٥٠ ډېر منډې وکړي او تر پايه ونه سوځيد،خو له ده سره بخت هم ياري وکړه داسې چې دوه وارې يې کيچونه هم و نه نيول شول .

چينايز سپر کنگز د پنځو لوبغاړو په سوځيدو ممبي انډيا ته د ١٦٩ منډو هدف وټاکي.

د ممبيا انډيا له لورې فرينډو دوه، ظهير خان او پولارډ يوه يوه لوبغاړي وسوځول.

خو ممبي انډيا د ١٦٩ منډو هدف ترلاسه نشو کړى او د نهو لوبغاړو په سوځيدو يې ايله څه باندې ١٤٠ منډې وکړي .

د دوى له لورې ښه پيل ځگه و نشو چې يو وخت يې دوه منډې کړې وې او يو لوبغاړى يې سوځيدلى و،د دوى دويم او دريم لوبغاړي د ٦٦ او ٧٠ رنزونو ترمنځ په پرلپسې ډول وسوځيدل ،په دوى کې ښه منډه جوړونکى تواري هم و چې په صفر اوټ شو.

د دوى دري لوبغاړي په منډو کې (رن اوټ) وسوځېدل.

آى پي ايل له ٢٠٠٨ کال نه را په ديخوا پيل شوى چې هدف يې په کور د ننه د لوبغاړو استعدادونو ته وده ورکول دي.

د آى پي ايل په ټيمونو کې يوازې ٤ بهرني لوبغاړي د بولي له لارې پېريدل کېږي او پاتې ١١ نور يې بيا د هند کورني کريکټ لوبغاړي وي چې د سوداگرو او فلمي ستورو له لورې تمويلېږي.

Image caption دغه راز راجستان رايلز لوبډله د شلپاشټي، له لورې تمويليدله او رايل چايلنچرز بنگلور بيا د وتلې ستورې کترينا کيف و چې ډيپاکه يې هم ترڅنگ همکاري کوله.

په ټيمونو کې يې يو شمېر د هند د وتليو فلمي ستورو له لورې پېريدل شوي، لکه د کنگزيلون پنجاب د هندي سينما د ښځينه وتلې ستورې پريټي زينټا، کلکته نايټ رايډرز د هند د وتلي ستوري شاه رخ چې چوچاوله هم ورسره همکاره وه .

دغه راز راجستان رايلز لوبډله د شلپاشټي، له لورې تمويليدله او رايل چايلنچرز بنگلور بيا د وتلې ستورې کترينا کيف و چې ډيپاکه يې هم ترڅنگ همکاري کوله.

پاتې ٤ نور ټيمونه چينيا سپر کنگز، ډيلي ډرډويلوز، ممبي انډيا او ډکن چارچرز بيا د هند د مشهور سوداگرو او سوداگريزو کمپنيو له لورې تمويلېدل .

سږ کال په دغو لوبو کې ٨ ټيمونه ول خو په پام کې ده چې راتلونکي کال په کې دوه نوي ټيمونه هم ور زيات شي.

د آى پي ايل لومړنۍ قهرماني راجستان رايلز او د تېر ٢٠٠٩ کال هغه چې په جنوبي افريقا کې وه بيا ډکن چارچررز خپله کړې ده .

په سږنيو سياليو کې دويم مقام رايل چيلنچرز او دريم مقام ډکن چارچرز وگاټه،د سر دري ټيمونه به مخامخ د سويلي افريقا د غوره ليکونو په سياليو کې برخه اخلي.

په دغو سياليو کې د نړۍ په کچه قهرمان ليکونه برخه اخلي بايد يادونه وکړم چې دا ليکونه يوازې د ټيسټ لوبو د امتياز لرونکو هېوادونو لپاره دي .

ورته مطالب