دوني :کمزورې لوبډله هم پياوړې ماتولې شي

دوني
Image caption دوني وايي له کمزورو لوبډلو هم ډار پکار دى

د کريکټ د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو په سي گروپ کې له افغانستان او سويلي افريقا سره په لوبه بوخت هند په دې باور دى چې لوبغاړي يې تجربه لرونکي او په نړيوال ډگر کې ازمويل شوي دي .

د هند کپتان موهندرا سينگ دوني وايي له تيرو پنځه څلوېښت ورځو د دۀ لوبغاړي د هند په اى پي ايل شل اوريزو سياليو کې بوخت و او ښه چمتو دي .

دوني په دې باور دى چې تر اى پي ايل هم د هند ملي لوبډله ډيره تجربه لرونکې او تکړه ده او دا به راتلونکې درې اوونۍ ثابتې کړي چې څومره پياوړي دي .

هو دوني ومنله چې که په اتلوليو کې يې لوبه ښه نه وه نو بې له شکه چې د اى پي ايل لوبې به يې يو علت وي .

دوني چې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو په خپله لومړنۍ لوبه کې له افغانستان سره مخامخ دى وايي چې فيلډينگ به تر ټولو مهمه وي .

دى وايي هند چې کومه وړتيا لري بايد بريالى شي .

خو په شل اوريزو لوبو کې پياوړې لوبډلې هم د کمزورو لوبډلو له خوا ماتې شوې دي .

ظاهرآ د دوني مطلب له کمزورې لوبډلې څخه افغانستان دى .

افغانستان په سي گروپ کې د هند او سويلي افريقا په پرتله کمزورى گڼل کيږي.

دوني وايي هيڅ لوبډله به دى اسانه ونه بولي .

ورته مطالب