په پکتيا ولايت کې د امير کروړ په نوم د فوټبال فيسټيوال

د امير کروړ فيسټيوال
Image caption د امير کروړ په نوم د فوټبال تر روانو سيالو مخکې په پکتيا ولايت کې د کريکټ دېرش ورځنۍ سيالۍ هم تر سره شوې دي .

د پكتيا ولايت مركز ګردېز کې د ( بالا ده ) كلي عالي ليسې ته څېرمه يوه اونۍ کېږي چې د فوټبال سيالۍ روانې دي .

د امير کروړ په نوم دغه فيسټيوال چې اته لوبډلې په ګډون لري تر دې مهاله يې يوازې لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی.

د دغو لوبو يوه سمبالوونكي زمري كامران بي بي سي ته وويل چې دغه سيالۍ به دوه اونۍ نورې هم وغزېږي.

ده دا هم وويل چې ددغو لوبو موخه د افغانستان د وتلو څېرو د نوم ژوندي ساتل،د نويو لوبډلو تر منځ اشنايي، د تجربو شريکول او د اړيکو ټينګښت دی.

د دغو لوبو يوه ګډونوال عاشق الله ارمان بي بي سي ته وويل له څو كلونو راهيسې د لوبغالي د جوړېدو هيله لري خو تر اوسه نه ده پوره شوې : (( دا ميدان ډېر ناواره دى د لوبې پر وخت دومره ګردونه وي چې سترګې نه شو خلاصولى ، هر څومره چې لوبې ته زړه ښه كړو خاورې او دوړې هر څه را ګډوډ كړي.))

تر دې دوه اونۍ مخکې په ګرديز كې د نوي لمريز كال په وياړ د كريكټ د اتو لوبډلو تر منځ دېرش ورځنۍ سيالۍ وشوې .