کريکټ: افغانستان او هند به نن لوبه کوي

افغان لوبډله
Image caption افغان لوبډله وايي دوی ډاډه دي چې له هند سره به ښه لوبه وکړي .

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان په وخت شپږ بجې د هند د لوبډلې پر وړاندې د غرب الهند په ټاپوګانو يا ويسټ انديز کې دسيالۍ ډګر ته را وزي.

که څه هم د هند د لوبډلې په اړه عام فکر دا دی چې يوه پياوړې لوبډله ده خو په ويسټ انډيز کې د ځينو لوبډلو مشرانو لا له وړاندې ويلي چې افغان لوبډلې ته بايد په سرسري نظر و نه کتل شي .

ان د سويلي افريقا د لوبډلې کپتان خو ويلي چې له افغانستان سره لوبه به به نه يوازې اسانه نه وي بلکې حساسه به هم وي.

افغانستان په سي ګروپ دی چې د سويلي افريقا او هند دوه پياوړې لوبډلې به ورسره سيالي کوي .

د افغان لوبډلې نن لومړۍ لوبه ده چې پکې د هند له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

په افغانستان کې ډېر خلک وايي تمه لري چې لوبډله به يې بری وګټي .

که افغان لوبډله هند ته ماتې ورکړې نو دويمه لوبه به يې له سويلي افريقې سره وي او که په دغو د وو لوبډلو کې هرې يوې ته ماتې ورکړي نو دويم پړاو ته وتلای شي .

هندي لوبډله دا مهال د خپلې افغان سيالې په اړه ډېر معلومات نه لري خو د افغان لوبډلې کپتان نورزو منګل بي بي سي پښتو پاڼې ته وويل: (( هيله ده له لوبې وروسته به مو وپېژني . ))

په کور د ننه د افغان لوبډلې د لوبې په اړه لېوالتيا شېبه په شېبه زياتېږي .

افغانان په ډېره لېوالتيا سره تياری نيسي چې نن ماښام دغه لوبه د ټلويزيون پر پرده په ژوندۍ بڼه وويني .

تاسې کولای چې شیء چې د افغان لوبډلې د لوبې وروستی حال شېبه په شېبه زموږ په پاڼه کې ولولیء!